د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

په هلمند ولایت کې مالټې څنګه حاصل ورکوي؟


د هلمند خاوره سره زر ده، د ډېرو مېوو او دانو تر څنګ مالټې هم کوي.

د هلمند ولایت په ځمکو کې خرما، پسته، زعفران او مڼې ښه حاصلات ورکوي، خو لا هم په زرګونه کروندګر په داسې حال کې کوکنار خوښوي چې اوس کلونو کې چندان شیره هم نه‌ورکوي.

که څه هم افغان حکومت کلونه کېږي چې د نړیوالې ټولنې په مالي لګښت د کوکنارو د بدیل په لټه په میلیونونه ډالره په اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو لګولي دي، خو داسې ښکاري چې تر اوسه‌يې مطلوبه نتیجه نه‌ده ورکړې.

بل‌خوا د هلمند د کرنې د ریاست مسؤلین وايي، د کوکنارو ورهاخوا د دې ولایت نورې ټولې مېوې او دانې د خوند او رنګ له مخې ساری نه‌لري.

د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وايي، مالټه‌يې ازمویلې ده، قوريې يې کرلې دي او د نوي کال د نیالګیو په پروګرام کې به‌يې زرګونه کروندګرو ته ورکړي.

د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو
د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو

ښاغلي الکو د ازادي راډیو سره په خبرو کې د کرنې په برخه کې د درېیو نویو طرحو خبر ورکړ، که د مرکزي حکومت له‌خوا د هلمند د زراعت د ریاست سره ومنل شي، نه‌یوازې به کروندګر د کوکنارو له شره خلاص شي، بلکې هر کال به تر ۱۰ میلیونه ډالره زیاته ګټه یوازې د هلمند کروندګرو ته پاتې شي.

  • دا چې په هلمند ولایت کې مالټې څنګه حاصل ورکوي؟

په اړه‌يې تفصیل د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:15 0:00

XS
SM
MD
LG