د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

سوداګرۍ خونه: پاکستان سره مو راکړه ورکړه کمه شوې ده


سوداګرۍ خونه
سوداګرۍ خونه

افغان سوداګر وايي چې اپټا تړون یا د افغانستان، پاکستان د سوداګري ترانزیت موافقې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

د اپټا موافقه د دواړو هېوادونو ترمنځ په تجارتي راکړې ورکړې کې د اسانتیا د راوستلو په هدف د ۲۰۱۰ کال په فبرورۍ کې لاسلیک شوې وه خو افغان سوداګر وايي چې، پاکستان اوس خپل شرایط سخت کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وايي چې اپټا موافقې د ترانزیت په برخه کې د افغانستان لپاره سخت شرایط وضع کړي دي.

نوموړی وايي: "خصوصاً د بیمې مسله، همدارنګه د سیکورټي مسله، په کراچۍ کې له افغاني ترانزیت څخه د کراچۍ په بندر کې ۵ ډوله ضمانتونه اخیستل کېږي او دا د دې باعث شوي چې له پاکستان سره زموږ ترانزیت چې یو وخت د کال تر یو لک زیاتو کانتینرو ته رسېدو هغه راټیټ شو لس زرو، پنځلس زرو او اوولس زرو ته. موږ مجبوره شو چې د کراچۍ له لارې ترانزیت و نه‌کړو او پر ځای یې د چاه بهار یا بندر عباس له لارې یې وکړو."

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

پاکستاني رسنۍ وايي چې په ځانګړي ډول په وروستیو کې د پاکستان له لوري په اپټا کې شرایط سخت کړای شوي دي.

دوی د بېلګې په ډول وايي چې پاکستان افغانستان ته له هر ترانزیت کېدونکي کانتینره له یو لک تر یو نیم لک روپۍ بیمه غواړي او کرایه یې هم لوړه کړې ده.

پاکستاني رسنۍ زیاتوي چې پاکستان پر له‌پسې ګمرکي تعرفه لوړه کړې او له دې کبله افغان سوداګر محبوره شوي چې خپلو نورو ګاونډیو هېوادونو ته مخه کړي.

ښاغلی الکوزی وايي، په دې اړه یې خپله اندېښنه د دواړو هېوادونو د ګډې سوداګرۍ خونې له لارې له پاکستان سره شریکه کړې ده او هغوی هم په دې پوهېږي.

"هغوی وعده وکړه چې دا مشکلات به حل کړي مګر تر اوسه پورې د بیمې مشکل جدي دی"

نوموړی وايي: "هغوی وعده وکړه چې دا مشکلات به حل کړي مګر تر اوسه پورې د بیمې مشکل جدي دی، نه‌دی حل، د ټرک ډیوایس مسله شته پیسې یې جګې کړي دي او موټرې ولاړې دي، بله خبره دا ده چې دوی زموږ څخه ضمانت خط غواړي. دوی موږ محبوروي چې موټر له دوی څخه په کرایه واخلو. که په بازار کې د موټر کرایه ۲ لکه وي دوی یې موږ ته څلور لکه حسابوي."

غلام خان بندر
غلام خان بندر

له بلې خوا پاکستان وايي چې دغه هېواد ته د قاچاقي مالونو د مخنیوي لپاره یې د کانتینرونو د څرک لګولو وسیلې جبري کړي دي.

ښاغلی الکوزی وايي چې د دغو خنډونو له کبله د افغانستان او پاکستان تجارتي راکړه ورکړه ورځ تر بلې کمیږي او دغه راز د کراچۍ، قاسم بندر او واګې بندر له لارې ترانزیت هم مخ په کمېدو دی.

د ښاغلي الکوزي په وینا د افغانستان او پاکستان تجارتي راکړه ورکړه، چې ۳ میلیارد ډالره وه اوس ۸۰۰ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG