د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

سېلابونه او د بيو لوړوالی؛ پاکستان له افغانستانه د خوراکي موادو واردولو غوښتنه کړې


پاکستان کې وروستي سېلابونه
پاکستان کې وروستي سېلابونه

پاکستان ویلي دي چې، د وروستیو سېلابونو له امله په دغه هېواد کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوي دي، خو دوی هڅه کوي چې د دې ستونزې د حل په موخه له افغانستان سره د خوراکي موادو او تازه ترکارۍ د وارداتو په برخه کې یوه هوکړه وکړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، په دې برخه کې د افغانستان او ایران له حکومتونو سره یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکي له افغانستانه د سبو او خوراکي موادو د پلور په برخه کې له افغانستان سره یو قرارداد ته د نږدې کېدو خبره کوي، د افغانستان د سوداګري او صنایعو خونه وايي هڅه به وکړي دغه هېواد ته د خوراکي موادو د صاداراتو کچه زیاته کړي.

د دې خوني مشر محمد یونس مومند ازادي راډيو سره په خبرو کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د کومې کېدونکې هوکړې په اړه بې خبرې وښوده خو وې ویل، که څه هم په افغانستان کې سېلابونو د سبو او خوراکي موادو کروندې ځپلي خو بیا هم، خصوصي سکتور هڅه کوي چې په دې برخه کې د افغانستان صادرات زیات کړي.

پاکستان کې سېلابونو ناورين جوړ کړی او خلکو ته يې ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي.
پاکستان کې سېلابونو ناورين جوړ کړی او خلکو ته يې ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي.

نوموړي وويل: "که څه هم افغانستان سېلابونو ځپلی خو زموږ مارکېټونه له سبو او تازه مېوو او ترکارۍ نه ډک دي او هڅه به وکړو چې پاکستان ته په دې برخه کې خپل صادرات زیات کړو، تر دې دمه کوم رسمي قرارداد نه دی شوی خو د معلوماتو سره سم پاکستان ته صادرات کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د پاکستان حکومت ویلي، د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله ددې هېواد په بازارونو کې د مېوو او تازه ترکارۍ بیې په بې‌سارې ډول لوړې شوې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ د دې هېواد په بازارونو کې د یو کلیو تازه رومیانو بیه ان درې سوه روپیو ته رسېدلې ده.

رومیان او پیاز د پاکستان په ډېری خوړو کې مهم رول لري او ښايي هره میاشت په زرګونه ټنه مصرف شي.

د پاکستان حکومت ویلي دي، د دې ستونزې د هواري لپاره هڅه کوي چې له افغانستان او ایرانه خوراکي مواد وارد کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر نوید قمر تېره ورځ ناوخته په یو خبري کنفرانس کې وویل، له ایران او افغانستان څخه د سبو او مېوو د وادرولو په اړه یو قرار داد ته نږدې شوي او دا وړاندیز د کابینې تصویب ته استول شوی دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت نظر هم ولرو خو ویاند يې له ژمنې سره سره زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو سېلابونو د افغانستان د ځینو برخو ترڅنګ په پاکستان کې هم پراخه ویجاړۍ رامنځته کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ سېلابونو نه یوازې په دې هېواد کې له یولس سوه ډېر کسان مړه کړل بلکې د دغه هېواد د کرنې سکټور ته يې هم سخت زیان واړوه.

رویټرز د پاکستان د کرنې وزارت د چارواکو له قوله ویلي دي چې، د سېلابونو له امله د کرنې سکټور ته د اوښتو زیانونو کره ارزونه نه‌ده شوې خو په هغه هېواد کې به د کورونو او بنسټونو د تاوان ارزښت په میلیاردونو ډالر وي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي، د سېلابونو له امله دغلته له ۸۰۰ زره هکټاره ډېره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې او په دې ځمکه کې ولاړ فصلونه له منځه تللي دي.

تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دې هېواد له سېلاب ځپلو سیمو نه د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل، چې مېوې او سابه نشته او د وریجو حاصلات هم له منځه تللي دي.

XS
SM
MD
LG