نړۍ
پاکستان: سېلابونو له امله ۱۴۷ تنه مړه شوي

د پاکستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي چې د جون له ۱۴ څخه د جولای تر ۱۰ پورې په دغه هېواد کې د موسمي ورښتونو په ترڅ کې ۱۴۷ تنه مړه شوي دي.
دې ادارې همداراز ویلي چې د ورښتونو له کبله تر ۷۰۰ ډېر کورونه زیانمن شوي او تر ۳ ډېر نور یومه نړېدلي دي.
له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې لا هم سېلابونه راوتلي او لسګونه خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستان کې ناروغان د درملو له کمښت سره مخ دي

په پاکستان په تېره بیا خیبرپښتنوخوا کې د ځینو مهمو درملو د کموالي له کبله د ناروغانو کړاوونه زیات شوي دي.
د درملو کاروباریان وايي، د ډالر په وړاندې د پاکستاني روپیو د ارزښت د کمېدو له کبله د وارداتي درملو بیه لوړه شوې او له بلې خوا پاکستان د اسعارو د سپمولو لپاره د یو شمېر کمپنیو د درملو واردات محدود کړي دي.
د درملتونونو خاوندان وايي چې د ۴۰ سلنې درملو له کموالي سره مخامخ دي او هغه چې موندل کېږي، بیه یې ډېره لوړه ده.
که څه هم پاکستان د درملو د توليد خپلې فابريکې هم لري، خو ډېری مهم درمل له بهرنيو هېوادونو واردوي، چې اوس يې له کمښت سره مخ دي.
د شیطاني آیتونو د کتاب لیکوال روغتیايي وضعیت ښه شوی

د شیطاني آیتونو د کتاب له لیکوال سلمان رشدي چې په یوه حمله کې ټپي شوی و، د مصنوعي ساه اخیستو دستګاه لیرې کړای شوې او کولی شي چې خبرې وکړي.
د هغه یوه همکار پرون دا خبر تایید کړ خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
پر سلمان رشدي د جمعې په ورځ په نیویارک کې د یوه کس له خوا د چړې په ذریعه حمله وشوه.
حمله کوونکي پر خپل جرم اعتراف نه دی کړی، خو څارنوالانو ویلي چې دا له مخکې پلان شوی جرم و.
یوه قاضي په توقیف کې د هادي متار په نوم د تورن کس د ساتلو حکم ورکړ.
د شیطاني آیتونو د کتاب پر لیکوال تورن بریدکوونکی په ضمانت نه خوشې کېږي

د امریکا د نیویارک ایالت چارواکو پرون اعلان وکړ چې د شیطاني آیتونو د کتاب پر لیکوال سلمان رشدي تورن بریدکوونکی په عمدي قتل او برید تورن شوی او په ضمانت نه خوشې کېږي.
د نیویارک پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې ۲۴ کلن هادي مَطار د دوهمې درجې قتل او برید د اقدام په تور محاکمه کېږي.
د نیویارک د چاوتاکوا سیمې څارنوال جېسن شمیت ویلي چې د قانون د تنفیذ ایالتي او فدرال ادارې په دې برخه کې په تحقیقاتو کار کوي.
د شیطاني آیتونو د لانجمن کتاب پر لیکوال ۷۵ کلن سلمان رشدي د جمعې په سهار په نیویارک کې د چړې په وسیله برید وشو او ټپي شو.
د رومانیا یوه لامبوزن نړیوال ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ

د رومانیا یو زلمی لامبوزن د اروپا د سل متره آزادې لامبو په مسابقو کې نړیوال ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.
ډیویډ پوپوویچي پرون د اګست ۱۳مه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د لامبو په سیالیو کې د سرو زرو د مډال په ګټلو بریالی شو او د نارینه وو په کټګورۍ کې د سل متره لامبو مخکینی ریکارډ یې مات کړ.
دې اولس کلن ځوان دا واټن په ۴۶،۸۶ ثانیو کې وواه او د ۲۰۰۹ کال د لامبو د اتل برازیلي سزار سیلو ریکارډ یې مات کړ.
پوپوويچي د اګست په ۱۲مه د دې مسابقو فاینل لوبې ته لاره ومونده.
تر بريد وروسته د سلمان رشدي عصبي رشتې زيانمنې شوي

د 'شیطاني ایتونو' د کتاب لیکوال سلمان رشدي چې په یوه حمله کې ټپي شوی لا هم په روغتون کې بستر دی او د مصنوعي تنفس دستګاه ورته لګېدلې ده.
د هغه یوه همکار ویلي، په دې حمله کې چې د چړې په ذریعه شوې د رشدي ځیګر او عصبي رشتې زیانمنې شوې دي.
سلمان رشدي غوښتل په نیویارک کې یوه څېړنیز مرکز ته وینا وکړي، چې د یوه کس له خوا ورباندې حمله وشوه.
پولیس وايي حمله کوونکی هادي متار نومېږي چې ۲۴ کلن او د نیوجرسي ایالت اوسېدونکی دی.
هغه د پېښې په ساحه کې نیول شوی دی.
پر پوځ د انتقادي راپور له خپرېدو وروسته حکومت په پاکستان کې د يو ټلوېزيون جواز لغوه کړ

د پاکستان چارواکو د یوه مشهور ټلوېزیوني کانال کاري جواز وروسته له هغې فسخه کړ، چې دغه ټلوېزیون څو ورځې مخکې د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو په اړه یو انتقادي راپور خپور کړ.
د اې، ار، وای (ARY News) نیوز په نوم ټلوېزیون په اړه د پاکستان د برېښنايي رسنیو د تنظیم ادارې پرونۍ پرېکړه د پاکستاني ژورنالېستانو د انتقادونو سبب شوې ده.
تر دې څلور ورځې مخکې د دې ټلوېزیون خپرونې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د یوه مخکښ همکار د تبصرو تر خپرېدو وروسته بندې شوې.
ARY له اوږدې مودې راهیسې د پخواني صدراعظم عمران خان ملاتړی ګڼل کېږي.
عمران خان له واک څخه تر پرځول کېدو وروسته د پاکستان پر پوځ انتقادونه کوي.
مونتي نګرو کې لس کسان په ډزو وژل شوي

په مونتي نګرو کې یوه وسله وال سړي لږ تر لږه لس کسان په ډزو وژلي دي.
د دې هېواد ټلوېزیون د پولیسو د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې وايي په دې برید کې د یوه پولیس افسر په ګډون شپږ نور کسان هم ټپیان شوي دي خو برید کوونکی هم د پولیسو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.
پولیسو د برید کوونکي هویت نه دی افشا کړی خو ویلي یې دي چې یو ۳۴ کلن سړی و.
د لومړنیو څېړنو له مخې دا پېښه د کورني تاوتریخوالي په نتیجه کې شوې ده.
سوات کې د ټي ټي پي د فعاليتونو د مخنيوي لپاره امنيتي تدابير زيات شوي

د پاکستان حکومت د خېبر پښتونخوا په سوات کې د ټي ټي پي د فعالیتونو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي او سلګونه پولیس یې سړکونو ته را ایستلي دي.
د پاکستان حکومت دا تدابیر وروسته له دې غوره کړي چې په سوات کې د پاکستاني طالبانو د فعاليت د بیا پیلېدو په اړه راپورونه ورکړل شول.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د خپل هېواد پارلمان ته په خبرو کې ومنله چې د خېبر پښتونخوا امنیت په خرابېدو دی.
ده همدا راز ویلي چې په دې لړ کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په تماس کې دی.
څېړنې: تېرو ۴۰ کلونو کې د شمالي قطب د تودېدو سرعت څلور برابره زيات و

د فنلنډي او نارویژي ساینسپوهانو د څېړنې نتیجه ښيي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د شمالي قطب د تودېدو سرعت د ځمکې د کرې د نورو برخو پرتله څلور برابره زیات و.
د ملګروملتو ساینسي پلاوي د ۲۰۱۹ کال په اقلیمي راپور کې ویلي و چې د شمالي قطب د تودېدو سرعت دوه برابره دی خو د نارویژي او فنلنډي سایسنپوهانو تازه څېړنه ښيي چې څلور برابره دی.
دوی په خپله نوې څېړنه کې ل ۱۹۷۹ څخه د سپوږمکۍ ټول معلومات راټول کړي او څېړلي دي او ورته جوته شوې چې د شمالي قطب د تودوخې درجه د ځمکې د نورو برخو په نسبت په چټکه لوړه شوې ده.
لويديځو هېوادونو له اوکراين سره د يو نيم ميليادر يورو په ارزښت د مرستې ژمنه وکړه

لویدیځو هېوادونو پرون د یونیم ملیارد یورو په ارزښت له اوکراین سره د مرستو ژمنه وکړه، چې په هغو کې اوکراین ته د وسایلو ورکړه او د پوځیانو روزنه شامله ده.
د ۲۶ هېوادونو مشرانو پرون پنج شنبه د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د بسپنې ورکولو په هغه کنفرانس کې دا ژمنه وکړه، چې د روسیې د جګړې په وړاندې د اوکراین د پوځي وړتیاوو زیاتولو په اړه رابلل شوی و.
د ډنمارک دفاع وزیر، مورتین بودسکوف تر یو ورځني کنفرانس وروسته خبریالانو ته وویل، کوپنهاګن ته ټول هېوادونه د اوکراین د ملاتړ په نیت ورغلي وو.
تر دې مخکې هم لويديځو هېوادونو له اوکراين سره د وسلو برخه کې مرستې کړې دي.
د ليتوانيا پارلمان: لويديځوال دې پر روسيه هر اړخيز بنديزونه ولګوي

د لیتوانیا پارلمان پرون (پنجشنبې) اعلان وکړ چې پر اوکراین د یرغل په خاطر د روسیې حکومت د تروریزم ملاتړی دی.
د پارلمان غړو له لوېدیځو هیوادونو غواړي چې د جګړې د درولو لپاره پر مسکو هر اړخیز بندیزونه ولګوي.
د لیتوانیا پارلمان په یوه اعلامیه کې همدا راز ویلي چې په اوکراین کې د روسیې اقدامات د اوکراینیانو په لوی لاس نسل وژنه بولي.
پر اوکراین د روسیې د حملې له پیله تر اوسه پورې څه باندې ۱۰ میلیونه اوکراینیان نورو هېوادونو ته کډوال شوي او زرګونه وژل شوي دي.
چارواکي: د اوکراين په ختيځ کې سخته جګړه روانه ده

په داسې حال کې چې روسیې د اوکراین په دونباس کې د ټولو صنعتي سیمو د نیولو لپاره پوځي هڅې ګړندۍ کړي، چارواکو نن سهار وویل چې د اوکراین په ختیځ کې د پیسکي ښار په شاوخوا سخته جګړه روانه ده.
په دونیڅک کې د مسکو ملاتړې ادارې یوه چارواکي وویل چې پیسکي چې د دونیڅک د مرکز په شمال لویدیځ لس کیلومترۍ کې د جګړې لومړۍ کرښه کې پروت دی، د روسیې او بیلتونپالو ځواکونو پرې ولکه ټینګه کړې.
خو اوکرایني چارواکو دغه ادعا رد کړې او ویلي يې دي چې دې ښار کې سخته جګړه روانه ده.
د رویټرز د راپور له مخې مسکو پر دونباس سیمې چې دونیڅک او لوهانسک پهکې شامل دي، وروسته له هغې ډېر تمرکز کړی چې په فبرورۍ کې پر اوکراین د یرغل په لومړیو ورځو کې د پلازمېنې کییف په نیولو کې پاتې راغی.
جو بايډن د اوړي رخصتۍ تېرولو لپاره کارولينا ته تللی

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون جنوبي کارولینا ته ورسېد چې د اوړي رخصتۍ له خپلې کورنۍ سره تېره کړي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي، سپینې ماڼۍ د بایډن د اوړي د رخصتیو د مهالوېش په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
تېر کال د بایډن د اوړي رخصتي د کورونا وبا او له افغانستانه د دوی د ټولو ځواکونو د راوتلو لپاره ګډه وډه شوې وه.
جو بايډن چې له تېرو څو ورځو راهيسې کورونا هم و، تازه يې د کورونا ټسټ منفي راغلی دی.
امريکا د سپاه پاسدارن يو غړی د جان بولټن د وژلو پر توطيې تورن کړی

د امریکا عدلیې وزارت ویلي، د ایران د سپا پاسداران انقلاب یو غړی د متحده ایالتونو د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د وژلو په توطې تورن شوی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، شهرام پور صفي چې په مهدي رضایي مشهور و، د سپاه پاسداران په استازیتوب په امریکا کې خلک د وژنو لپاره استخدامول.
دغه ایرانی وګړی تورن شوی چې غوښتل یې په واشنګټن یا مریلنډ کې د ښاغلي بولټن د وژنې په بدل کې خلکو ته درې لکه ډالره ورکړي.
ویل شوي چې شهرام پور صفي په غالب ګمان دا کار د دې لپاره کاوه چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې د قومندان قاسم سلیماني د وژنې غچ واخلي.
د روسي ځواکونو په تازه بریدونو کې ۲۴ اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې

د اوکراین د مرکزي دنیپرو پتروسک د سیمې والي وایي، پرنیکوپول او د مارهانیڅ پر ښارونو د روسیې د تېرې شپې په توغندویي بریدونو کې دیارلس ولسي وګړي وژل شوي او یولس نور ټپیان شوي چې د پنځو وضعیت یې نازک دی.
والینټن ریزنیچونکو وویل، دوه ټپیان د ژغورنې د هڅو سره سره د مارهانیڅ په روغتون کې مړه شول.
هغه ویلي چې ډېر جسدونه د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې دي او را ایستل یې ډېر ګران کار دی.