د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

پاکستان کې سېلابونو ۵۰ تنه او په ایران کې لسګونه کسان مړه کړي


ارشیف، د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې راوتلي سېلابونه, April 4, 2016
ارشیف، د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې راوتلي سېلابونه, April 4, 2016

د افغانستان په ګاونډيو او د اسیا د جنوب په ډېرو هېوادونو کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

  • پاکستان

پاکستاني چارواکو د چهارشنبې پر سهار وويل چې بې‌وخته بارانونه په‌دغه هېواد کې د سېلابونو د بهېدو سبب شوي چې په نتيجه کې يې کورونه تخريب، زراعتي ځمکې زيانمنې شوي او لږ تر لږه ٥٠ کسان‌يې په نتيجه کې مړه شوي دي.

د پاکستان د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ادارې وياندې ريما زبيري وويل، زيات تلفات په غرنيو سيمو کې خلکو ته اوښتي چې د ورښتونو اوبه په چټکۍ په‌کې حرکت کوي.

١٥٠ ټپيان په يوه روغتون کې بستر شوي چې چارواکو اضطراري حالت اعلان کړى دى.

خېبر پښتونخوا او بلوچستان ايالاتونه د شديدو سېلابونو شاهدان وو چې د مېرمن زبيري په خبره، سېلابونو په‌دغو ايالتونو کې څو ښارونه زيانمن کړي دي.

ارشیف، د پاکستان په چترال کې سیلابونو ویجاړ کړي کورونه, July 3, 2016
ارشیف، د پاکستان په چترال کې سیلابونو ویجاړ کړي کورونه, July 3, 2016

د ژغورنې محلي ادارې يوه کارکوونکي محمد يونس وويل، پوځي او د ژغورنې ادارې هڅه کوي، خلک د بلوچستان ايالات له هغو کليو چې اوبو چاپېره کړي، وژغوري.

په سند ايالات کې په سلګونه هکتاره کرنيزه ځمکه کې د غلو دانو حاصلات تخريب شوي دي.

د هارون رشيد په نوم د پوليسو يوه محلي چارواکي وويل، په دېره غازي خان کې له کليو په سلګونه کسان د خونديتوب لپاره ايستل شوي او سېلابونه د ځمکې ښويېدو سبب شوي هم دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري وايي، څرنګه چې د بارانونو د دوام اټکل شوى، نو پوځي او د ژغورنې ادارې د تيارسی په حال کې دي.

د اسيا په جنوب کې سېلابونه او ورښتونه معمولاً په جولاى مياشت کې پيلېږي او د اګسټ مياشتې تر پايه دوام کوي.

متخصصان وايي، دغه بارانونه د ځمکې د هوا له تودېدو سره ارتباط لري.

په پاکستان کې هر کال سلګونه کسان د سېلابونو او طبيعي پېښو له کبله مري.

  • ایران

بل‌خوا د ايران ٢٣ ولايتونه د شديدو سېلابونو شاهدان وو چې کرنيزې ځمکې يې تخريب او لسګونه کسان‌يې مړه کړل.

XS
SM
MD
LG