د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

په پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله د وژل شويو شمېر ۸۷ ته رسېدلی


په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا صوبې د مرکز پېښور په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د مون سون یا پشکال د بارانونو لړۍ پیل شوې چې لا هم روانه ده.

د دغو مونسوني بارانونو له امله پر خیبر پښتونخوا سربېره په یو شمېر سیمو کې سېلابونه راوتي او خلکو ته پرمالي زیان سربېره ځاني زیانونه اړولي او ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

په پاکستان کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي اداره NDMA وايي چې سږ کال د پشکال موسمي بارانونو او سېلابونو د دې هېواد په یو شمېر سیمو کې په تېرو ۲۵ ورځو کې لږ تر لږه ۸۷ کسان وژلي او لسګونه یې ټپیان کړي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.

دغې ادارې د جمعې په ورځ په خپل خپور کړي تازه راپور کې ویلي چې دغو سېلابونو او بارانونو د پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ډېری سیمو کې د ماشومانو په ګډون ۱۱۹ کسان ټپیان کړي هم دي،خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د یادې ادارې راپور وايي چې بارانونو او سېلاب په خیبر پښتونخوا صوبه کې ۱۳، په سندصوبه کې ۶، بلوچستان کې ۲۶، پاکستاني کشمیر کې ۱، په قبایلي سیمو کې ۸ او په پنجاب صوبه کې تر ټولو زیات ۳۰کسان وژلي دي.

د قدرتي افتونو د قامي ادارې د راپور له مخې، د پاکستان به بېلابېلو سیمو کې د پشکال بارانونو پر ځاني زیان سربېره مالي زیان هم اړولی او کاږي چې تر دې دمه دغو بارانونو او سېلابونو ۱۲۰ کورونه هم له منځه وړي چې ډېری هغه یې په خیبر پښتونخو، پاکستاني کشمیر او بلوچستان صوبه کې دي.

په پاکستان کې هر کال د جولايي میاشت په پیل کې د مون سون یا پشکال د بارانونو لړۍ پیلېږي، چې هر کال پکې د قبایلي سیمو په ګډون به بېلابېلو سیمو سېلابونو راوځي او ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۰میلادي کال کې په پاکستان کې د مونسوني بارانونو له امله سخت سیلابونو راغلي و چې په ټول هېواد کې یې زرګونه کسان مړه او تر ۲ میلیون يې زیات اغېږمن کړي او زرګونه جریبه تیار فصلونه يې له منځه وړي و.

د یادونې وړ ده چې له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي ادارې پخپل راپور کې ویلي چې سېلاب ځپلیو سیمو ته یې لومړنۍ بېړنۍ مرستې ورلېږلي ا و همداشان یې په روانه میاشت، په څانګړې توګه په روانه اوونۍ کې د نورو تېزو مونسوني بارانونو خبرداری هم ورکړی دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG