د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

په پاکستان کې پرله پسې بارانونو ٤٧ کسان مړه کړي


د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې له تېرو څو ورځو راهيسې د ډېرو بارانونو او توپانو له امله لږترلږه ٤٧ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

په خيبر پښتونخوا، پنجاب او افغان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې له تېرو درېو ورځو راهيسې د بارانونو لړۍ روانه ده چې تر اوسه یې پر مرګ ژوبلې سربېره مالي زیانونه هم اړولي دي.

له قدرتي افتونو سره د پاکستان د ملي ادارې ياNDMA چارواکي وايي چې ددغو بارانونو له امله د پاکستان په بلوچستان، خيبر پښتونخوا، پنجاب او قبايلي سيمو کې لسګونه کسان مړه شوي دي.

دغې ادارې د يکشنبې په ورځ ناوخته په خپل تازه خپور کړي راپور کې ويلي:

"د پرله پسې بارانونو له امله تر دې دمه لږ تر لږه ٤٧ کسان مړه شوي چې په دې ډله کې په بلوچستان کې ١٨، پنجاب کې١٠، خيببر پښتونخوا کې ٦، په قبايلي سيمو کې ٨ او په اورکزو کې پنځه کسان شامل دي."

له قدرتي افتونو سره د ملي ادارې د راپور له مخې، تر دې دمه ددغو موسمي بارانونو له امله لږترلږ ٨٠ کسان ټپيان شوي او ٧٥ کورونو ته هم زيان رسېدلى دى.

تر دې مخکې د شنبې په ورځ په اورکزو ايجنسۍ کې د بارانونو له امله سېلابونه راوتلي و چې له امله يې يو کان نړېدلى و چې لږترلږه شپږ کان کېدونکي په کې مړه او ګڼ شمېر نور په کې ټپيان شوي وو.

د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې، په مړو او ټپي شويو کان کېندونکيو کې ډېرى يې د خيبر پښتونخوا د شانګلې او نورو سيمو اوسېدونکي دي.

دغه رسنۍ همداشان د روغتيايي چارواکو په حواله وايي چې په ټپيانو کې د ډېرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

په پاکستان کې هرکال موسمي بارانونه او توپانونه کېږي چې له امله يې ددې هېواد په بېلابېلو سيمو، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا صوبې کې لوی ځاني او مالي زیانونه پېښوي.

تېرکال همدغو موسمي بارانونو په پاکستان کې لږ تر لږه ۸۱ تنه مړه کړل او درې لکه نور بې کوره او زیانمن کړل.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکيو څو ورځو کې ددې هېواد په بېلابېلو سيمو کې د نورو بارانونو او له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې بيا ددغو بارانونو له امله په خيبر پښتونخوا او نورو سيمو کې د سيلابونو د راوتلو خبردارى هم ورکړى دى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG