د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

په پاکستان کې بارانونو او سېلابونو ۴۳ تنه وژلي


په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا ایالت د مرکز پېښور په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پشکال د بارانونو لړۍ پیل شوې چې د چاراوکو په وینا، له امله‌یې په ځینو سیمو کې سېلابونه راوتلي او خلکو ته‌یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په پاکستان کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې قومي اداره "NDMA" وايي چې سږ کال د پشکال موسمي بارانونو او سېلابونو د دې هېواد په یو شمېر سیمو کې تر دې دمه لږ تر لږه ۴۳ کسان وژلي دي.

دغې ادارې د سې شنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي چې د دغو سېلابونو او بارانونو له امله په ټول پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر دې دمه ۶۱ کسان ټپیان شوي هم دي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي.

د یادې ادارې راپور وايي چې بارانونو او سېلاب په خېبر پښتونخوا ایالت کې ۲، په سند کې ۶، پنجاب کې ۱۱، پاکستاني کشمیر کې ۵، په قبایلي سیمو کې ۴ او په بلوچستان کې تر ټولو زیات ۱۵ کسان وژلي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې دي.

په پاکستان کې له قدرتي افتونو د قومي ادارې د راپور له مخې، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د پشکال بارانونو پر ځاني زیان سربېره مالي زیان هم اړولی او کاږي چې تر دې دمه دغو بارانونو او سېلابونو ۶۰ کورونه هم له‌منځه وړي چې ډېری هغه‌یې په بلوچستان او پاکستاني کشمیر کې دي.

په پاکستان کې هر کال د جولای میاشت په پیل کې د پشکال د بارانونو لړۍ پیلېږي چې هر کال په‌کې د قبایلي سیمو په ګډون په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوځي او ګڼ شمېر خلکو ته مرګژوبله اړوي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په پاکستان کې د بارانونو له امله سخت سېلابونه راغلي و چې په ټول هېواد کې یې زرګونه کسان مړه او تر ۲ میلیون‌يې زیات اغېزمن کړي او همدا شان‌یې زرګونه جریبه تیار فصلونه له‌منځه وړي وو.

د یادونې وړ ده چې له قدرتي افتونو سره د مبارزې قومي اداره په خپل راپور کې ویلي چې سېلاب ځپلو سیمو ته‌یې لومړنۍ بېړنۍ مرستې ورلېږلي ا و همدا شان‌یې په روانه میاشت کې د نورو تېزو بارانونو خبرداری هم ورکړی دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG