د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

پاکستان: د وروستيو سيلابونو له امله د مړو شمېر ١٨١ ته پورته شوى


په دې وروستيو کې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د پرله پسې توندو بارانونو او سېلاب له امله، تر دې دمه لږ تر لږه ١٨١ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان و بې کوره شوي دي.

د پاکستان د دولتي چارواکيو په وينا، د تيرې جمعې شپې راهيسې د پنجاب ايالت په مرکزي ښآر لاهور او همداراز ددې ايالت په يو شمېر نورو سيمو کې د توندو بارانونو د ورېدو له امله سيلابونه راوتلي، چې تر دې دمه په دې ايالت کې ١٠٨، په کشمير کې ٦٢ او ددې هېواد په شمال ګلګت بلتستان کې ١١ کسان وژل شوي، لسګونو نور ټپيان شوي او سخت مالي زيانونه وراوښتي دي.

د پاکستان د دولتي تلويزيون د راپور له مخې، د وروستيو بارانونو له امله د پاکستان پنجاب ايالت تر ټولو زيات ځپل شوى، چې له امله يې هلته اضطراري حالت اعلان شوى دى.

له طبيعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې NDMA چارواکي وايي، چې وروستيو سيلابونو په دې هېواد کې زرګونه شخصي و دولتي ودانۍ ړنګې کړي، چې له امله يې د پاکستان اقتصاد ته سخت زيان اوښتى.

له بلې خوا د پاکستان صدراعظم نواز شريف د يکشنبې په ورځ د پنجاب ايالت سيلاب ځپلو سيمو ته سفر وکړ او له بې کوره شويو خلکو سره يې وليدل.

نوموړي په سيالکوټ کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، په داسې حال کې چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې سياسي بحران رامنځته شوى او اوس پرې دا طبيعي افت هم راغى، نو دا به يې د هېواد اقتصاد سخت زيانمن کړي.

نواز شريف همداراز پر خپلو مخالفو سياسي ګوندونو غږ وکړ، چې په اوسنيو ترينګلو حالاتو کې دې له احتجاجونو لاس واخلي او د سيلاب ځپلو د مرستې لپاره دې ګامونه پورته کړي:

" په داسې حال کې چې له يوې خوا په پاکستان کې باران او سيلابونو تباهي خپره کړې، نو له بلې خوا ددې هېواد هغه دښمنان، چې د پاکستان پرمختګ نه شي زغملاى، په احتجاجونو لاس پورې کړى. زه له ولسه غواړم، چې دوى ته ددې ډول اجتجاجونو اجازه ورنه کړي او هغوى ورټي."

هغه زياته کړه، چې د پاکستاني پوځ په ګډون يو شمېر حکومتي او غېر حکومتي مرستندويه ادارې له سيلاب ځپلو سره مرستې پيل کړي او ژمنه يې وکړه، چې له بې کوره شويو خلکو نه به هېڅ ډول مرستې ونه سپموي.

پاکستان په تېرو څلورو کلونو کې د سختو موسمي بارانونو او سیلابونو له امله زیانمن شوی دی. په ۲۰۱۳م کال کې د بارانونو او سیلابونو له امله شاوخوا ۱۷٥ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او دغو بارانونو په ټول هېواد کې نزدې پېنځلس لکه کسان اغېزمن کړل .

همداراز د ۲۰۱۰م کال سېلابونه د پاکستان د تاریخ تر ټولو بد سیلابونه ګڼل کېږي، چې د خيبر پښتونخوا په ګډون يې، په پنجاب، سند او بلوچستان ايالت کې زرګونه کسان ووژل او شاوخوا ٢٥ میلیونه انسانان اغېزمن کړل، چې یو ستر بشري ناورين یې رامنځته کړ او دې هېواد ته يې ستر اقتصادي زيان واړاوه.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG