د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

له پاکستان سره په پوله پراته سیمې د سیلابونو له ګواښ سره مخ دي


د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزی اداري چارواکي وایي، هغه ولایتونه، چې له پاکستان سره په پوله کې پراته دي، د سختو سیلابونو د راوتلو له ګواښ سره مخ دي.

د طبیعی پیښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر ډاکټر دایم کاکړ د شنبی په ورځ په کابل کې ازادی راډيو ته وویل، په دی سیمو کې د سیلابونو د راوتلو یواځینی علت په پاکستان او هندوستان کې د اقلیم بدلون دی.

نوموړی وایي، په دې موسم کې په پاکستان او هندوستان کې دوامداره بارانونه وریږي او د دې بارانونو څپې د افغانستان په هغو ولایتونو کې هم محسوسیږي، چې دغه سیمو ته نږدې پراته دي.

دی وایي، چې دا اداره هڅه کوي، څو سیلاب ځپلي سیمې معلومي او ځپل شویو خلکو ته اساسي مرستې ورسوي.

″نه یواځي هغه ځمکې، چې غنم یا حبوبات په کې کرل کېږي له مینځه تللي دي، بلکې هغه ځمکې، چی مثمره ونې وې په کې هغه هم له منیځه تلي دي، مثمر نیالګي ډیر مهم دي یو بزګر د دې ونو غټولو لپاره لس کاله او یا هم پنځه کاله پالنې ته اړتیا لري او انتظار ورته باسي او اخر کې سیلاب راشي هغه یوسي، نو سیلاب زموږ بزګر ډیر زیانمن کړي دي، موږ هیله لرو، چې زموږ سرویګاني بشپړي شي او هغه کسان، چې زیانمن شوي اساسي مرستې ورسره وکړو.

موږ به یې د ځمکو د خړبولو او بیا رغولو لپاره د اوبو سربندونه جوړ کړو او هغه نقطې به بندې کړو، چې سیلابونه ترې را وځي، څو بیا سیلاب را ونه وځي.″

د ښاغلي کاکړ په وینا، په تیره یوه اونۍ، کې له پاکستان سره په سرحدي ولایتونو، کې د سیلابونو په نتیجه کې، د زرګونه کرنیزې ځمکې او میوه لرونکو ونو د له منیځه تلو ترڅنګ لس کسه وژل شوي او نږدې پنځوس نور ټپیان دي.

د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د رييس په وینا دوی د سږکال د سیلاب ځپلو لپاره بودیجه لري او هغه خلک، چې د طبیعي پیښو په ځانګړي توګه د سیلابونو له امله زیانمن کېږي، د نړیوالو سازمانونو او موسسو ترڅنګ دوی هم ورسره نغدې مرسته کوي.

د دایم کاکړ په وینا، هغه کور، چې په سیلابونو کې په بشپړه توګه ورانیږي، شل زره افغانۍ او هغه کس، چې په سیلاب کې وژل کېږي، کورنۍ ته یې پنځوس زره افغانۍ مرسته ورکول کېږي.

″دوه ان درې ډوله بودیجه لرو، یوه مو عادي بودیجه ده، چې زموږ د دفترونو په اړتیاوو کې لګیږي، بله انکشافي بودیجه لرو، په هغې هغه دفترونه خپل جوړو، چې کرایي کورونه ستندرد نه دي.

خو د بیړني حالت بودیجه اته سوه میلیون افغانۍ ده، له دې بودیجې چې اته سوه میلیونه ده، موږ یې سیلابونو ته هم ورکو، وچکالۍ ته یې هم ورکوو، برفکوچ ته یې هم ورکوو، که څوک په کې شهید کېږي، یا ټپي کېږي او یا یې کور له منځه ځي موږ یې ور کوو.″

د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزي اداره، په افغانستا کې د بارانونو له کبله د سیلابونو د راوتلو علت، په کثافاتو، د خوړونو او سیندونو ډکېدل، په خوړونو کې د استوګني د کورونو جوړول او په غیر قانوني توګه د ځنګلونو قطع کول بولي.

خو یو شمېر عام وګړي په دې برخه کې په مسوله ادارو تور لګوي، چې د پیښی له را منیځ ته کېدو مخکې وقایوي تدابیر نه نیسي.

دوی وایي، دغه اداري د ظرفیت او نوښت، د نشتون له امله، د پيښې له واقع کېدو وروسته خپل تدابیر نیسي، چې کله ناکله د دوی له خوا نیول کېدونکي تدابیر یواځې د کاغذ پرمخ پاتې کېږي.

راپور: ذکيه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG