د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د بلوچستان په خضدار سیمه کې سېلابونو ځاني او مالي زیان اړولي


د بلوچستان په خضدارسيمه کې د بارانونو له امله سېلاب راغلى چې شاوخوا پينځويشت تنه يې وړي دي او تراوسه د اتو تنو مړي را ايستل شوي، خو ځيني سرچېنې د مړيو شمېر ديارلس يادوي او نورلاهم ترى تم دي.

سېلاب د سند ايالت پولي ته نژدې په يوه لیرې پرته سيمه کې راغلى چې د ژغورنې ډلې په اوبو کې د لاهو کسانو په موندلو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

خضدارد کوټې او کراچۍ ترمنځ په شاوخوا درې سوه کيلوميټرۍ کې پرته سيمه ده. د دې سيمې په يوه غرنۍ سيمه (سارونه) کې په (شاه نوراني) نومې ځاى کې سېلابي اوبو شاوخوا پينځويشت تنه وړي دي چې د ځينو مړي را ايستل شوي او ډېر يې لاهم ترى تم دي.

د سيمې لېويز پوليس رسنيو ته ويلي چې سېلاب تېره شپه د ګڼ باران له امله د اوبو په يوه خوړ کې راغلى او د (کوهان) په نوم د يوه کلي شاوخوا پينځلس کورونه يې وړي دي.

د سارونه په نوم دغه سېلاب ځپلي سيمه له سند ايالت سره پر پوله پرته ده او له مرکز خضداره د شاوخوا ١٥٠ کيلوميټرۍ په فاصله ده، خو د سړک د خرابوالي له امله دې سيمې ته په رسېدو کې پينځه ساعته وخت لګېږي، ځکه نو د ژغورنې ډلې نن غرمه مهال ور رسېدلې او له اوبوڅخه د خلکو د راايستلو کار يې پيل کړى دى.

د خضدار يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، ازادي راډيو ته وويل چې سېلاب د دغو کورونو شاوخوا پينځويشت تنه وړي دي چې وايي، له هغوى څخه د اتو تنو مړي را ايستل شوي دي او نور اوولس تنه لاهم ورک دي.

خو ځيني سرچېنې وايي، له سېلابه د ديارلسو تنو مړي را ايستل شوي دي، چې وايي په هغوى کې دوه ماشومان دي.

د پاکستان صدراعظم نوازشريف په سېلابونو کې د خلکو پر مړينه خواشيني څرګنده کړې او د سيمي چارواکيو ته يې امر کړى چې د ژغورنې چارې ګړندۍ کړي او په اوبو کې د لاهو کسانو ژوند و ژغوري.

د يادونې وړده چې په ٢٠١٠م کال کې هم د بلوچستان په کوهلو، بارکان، سيوۍ او نصيراباد کې زورور سېلابونه راغلي وو چې تر شپېتو زيات کسان په کې مړه شوي وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG