د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

په پاکستان کې بارانونو او سېلابونو په تېرو ۳ اوونیو کې۷۰ کسان وژلي


په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا صوبې د مرکز پېښور په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د مون سون یا پشکال د بارانونو لړۍ پیل شوې چې له امله یې په ځینو سیمو کې سېلابونه راوتي او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په پاکستان کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي اداره NDMA وايي چې سږ کال د پشکال موسمي بارانونو او سېلابونو د دې هېواد په یو شمېر سیمو کې په تېرو نېږدې ۳ اوونیو کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژلي او لسګونه یې ټپیان کړي دي.

دغې ادارې د جمعې په ورځ په خپل خپور کړي تازه راپور کې ویلي چې د دغو سېلابونو او بارانونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۰ کسان ټپیان شوي هم دي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

«یادو سېلابونو ګڼ کسان وژلي»
«یادو سېلابونو ګڼ کسان وژلي»

د یادې ادارې راپور وايي چې بارانونو او سېلاب په خیبر پښتونخوا صوبه کې ۱۱، په صوبه کې ۶،بلوچستان کې ۱۸، پاکستاني کشمیر کې ۱، په قبایلي سیمو کې ۴ او په پنجاب صوبه کې تر ټولو زیات ۳۰کسان وژلي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.

راپور کاږي، د بارانونو په نتیجه کې سېلاب د پنجاب په ګجرات سیمه کې یوه پول ته هم زیان رسولی او همداشان یې په ګلګت بلتستان کې د ګلګت ـ سکردو پر لویه لار ځای پر ځایځمکه هم ښوېیدلې ده چې لاره یې بنده یې کړې وه.

په پاکستان کې له قدرتي افتونو د قامي ادارې د راپور له مخې، د پاکستان به بېلابېلو سیمو کې د پشکال بارانونو پر ځاني زیان سربېره مالي زیان هم اړولی او کاږي چې تر دې دمه دغو بارانونو او سېلابونو ۹۲ کورونه هم له منځه وړي چې ډېری هغه یې په خیبر پښتونخوا او پاکستاني کشمیر کې دي.

یادو سېلابونو کورونه هم نړولي.
یادو سېلابونو کورونه هم نړولي.

په پاکستان کې هر کال د جولايي میاشت په پیل کې د مون سون یا پشکال د بارانونو لړۍ پیلېږي چې هر کال پکې د قبایلي سیمو په ګډون به بېلابېلو سیمو سیلابونو راوځي او ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۰میلادي کال کې په پاکستان کې د مونسوني بارانونو له امله سخت سېلابونو راغلي و چې په ټول هېواد کې یې زرګونه کسان مړه او تر ۲ میلیون يې زیات اغېږمن کړي او همداشان یې زرګونه جریبه تیار فصلونه له منځه وړي و.

د یادونې وړ ده چې له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي ادارې پخپل راپور کې ویلي چې سېلاب ځپلو سیمو ته یې لومړنۍ بېړنۍ مرستې ورلېږلي ا و همداشان یې په روانه میاشت کې د نورو تېزو مونسوني بارانونو خبرداری هم ورکړی دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG