د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

پاکستان کې د سېلابونو له مله د مړو شويو شمېر ۱۰۳۳ ته ورسېد؛ حکومت بېړنی حالت اعلان کړی


خېبر پښتونخوا کې راوتلي سېلابونه
خېبر پښتونخوا کې راوتلي سېلابونه

راپورونه وايي، هلته ۳۳ میلیونه خلک وروستیو سېلابونو اغېزمن کړي او د اوبو د زیاتوالي له امله د ژغورنې هڅې هم ورو دي.

په پاکستان کې سېلابونو تېر یوه شپه او ورځ ۱۱۹ کسان مړه کړي دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې نن ویلي په تازه ارقامو سره د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو ټول ټال شمېر ۱۰۳۳ ته رسېدلی دی.

ویره یې شته چې د مړینو شمېر تر دې څو چنده لوړ وي ځکه عام خلک اندېښمن دي چې ګڼ نور کسان سېلابونو وړي او مړی او ژوند یې نه دی معلوم.

د دې ادارې د تازه ارقامو له مخې دوه میلیونه اکره (شاوخوا اته زره کیلومتره مربع) کرنیزه ځمکه خرابه، شاوخوا درې نیم زره کیلومتره سړکونه وران او ۱۵۰ پلونه اوبو وړي دي او اووه لکه کورونه او ودانۍ د وروستیو سېلابونو له امله نړېدلي.

په دې سربېره څه باندې اته لکه څاروي تلف شوي او لسګونه زره نور څاروي ورک دي چې ښايي راتلونکو ورځو کې یې شمېر ډېر لوړ شي.

حکومت له زیانمنو سره د مرستو لپاره ۳۸ میلیارده روپۍ ځانګړې کړي.
حکومت له زیانمنو سره د مرستو لپاره ۳۸ میلیارده روپۍ ځانګړې کړي.

د بلوچستان د مرکز کوټې اوسېدونکی صدیق احمد له فرانسپرس سره په خبرو کې ویلي حکومتي چارواکو ژمنه کړې وه چې، د سیند د اوبو د خطر د مخنیوي لپاره به کانګريټي دېوالونه جوړوي خو دا کار یې په لسو کلونو کې ونه کړ او بلاخره یې خلک د مرګ خولې ته ورکړل.

نوموړي ويلي: "ما دلته کور جوړ کړ. اته کاله وشول. دوی ژمنې کولې چې کانګريټي دېوال درته جوړوو. او د سیند غاړې به ټولې پخوو. خو دا ژمنې یې هم پوره نه کړې او هيڅ کار یې ونه کړ. برېښنا او ګاز خو پرېږده چې هغه هم نه دي راغلي."

د پاکستان په ګڼو برخو کې وروسته له هغه سېلابونه وبهېدل چې د افغانستان په مرکزي او ختیځو سیمو کې درانه ورښتونه وشول او په زیاته کچه اوبه او سېلابونه د پاکستان په خوا ورغلل.

د پنجاب د فاضل پور یو اوسېدونکی محمد عظیم وايي، خلک دې سېلابونو سخت زیانمن کړل.

نوموړی وايي: "موږ ته ډېر زیان را رسېدلی دی. کورونه مو ړنګ شوي. خپلوان مو هم په‌کې مړه شوي. سېل زموږ د ګاونډي بچیان ټول یوړل. هر چېرته درې متره اوبه ولاړې دي."

پاکستاني حکومت بېړنی حالت اعلان کړی او پوځ لګیا دی څو په سېلاب ځپلو سیمو کې ایسار خلک وژغوري.

تر دې دمه د پوځ او نورو مرستندویه ډلو په همکارۍ باندې نږدې پنځه لکه کسان په موقتي کمپونو کې هستوګن شوي دي.

د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف
د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف

صدراعظم شهبازشریف له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

هغه په خپله ویلي چې، پاکستان به د سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره له حکومتي بودیجې ۳۸ میلیارده روپۍ ځانګړې کړي چې هرې زیانمنې کورنۍ ته ترې ۲۵ زره روپۍ ورسیږي.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار ویلي چې، ملګرو ملتونو له پاکستاني سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره د ۱۶۰ میلیونو ډالرو بسپنې ټولولو غږ کړی دی.

پاکستاني حکومت بېړنی حالت اعلان کړی او پوځ لګیا دی څو په سېلاب ځپلو سیمو کې ایسار خلک وژغوري.

د اوبو د اندازې د زیاتوالي له امله د ژغورنې هڅې ورو روانې دي.

تر دې دمه د پوځ او نورو مرستندویه ډلو په همکارۍ باندې نږدې پنځه لکه کسان په موقتي کمپونو کې هستوګن شوي دي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG