د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

افغان سېلاب ځپلي: سېلابونو مو هر څه وړي او بېړنۍ مرستې غواړو


لوګر کې د سېلاب له امله د یوه نړېدلي کور انځور
لوګر کې د سېلاب له امله د یوه نړېدلي کور انځور

د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر سېلاب ځپلې کورنۍ وايي، سیلابونو يې هر څه وړي او حاکم نظام باید ورسره د ژوند د لومړنیو توکو مرستې وکړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې سېلابونو پراخه ویجاړۍ رامنځته کړي، او مرګ ژوبله يې اړولې ده، یو شمېر سېلاب ځپلي وايي، تر دې دمه ورسره د حکومت او بهرنیو مرستندویه موسسو له لوري هېڅ ډول مرستې نه دي شوي.

دوی وايي، سېلابونو يې هر څه وړي دي حکومت او مرستندویه موسسې دې ورسره لږ ترلږه د ژوند د لومړنیو توکو مرسته وکړي.

د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکي ذبیح الله ازادي راډيو ته وویل: "زموږ خواته ډېر بد حالت روان دی، کورونه له منځه لاړل، خورارکي مواد ختم شول، کور نه لرو چې په کې ژوند وکړو، خوراک نه لرو چې ماشومان يې وخوري، موږ حیران یو چې څه وکړو."

په لوګر کې د سېلابونو له وېرې خلک یوې جګې غونډې ته پناه وړې ده.
په لوګر کې د سېلابونو له وېرې خلک یوې جګې غونډې ته پناه وړې ده.

دغه راز د کابل د موسهي اوسېدونکې نيلاب ازادي راډيو ته وویل: "دلته موسهي ولسوالۍ کې سخت سېلابونه راوتلي، خلکو ته يې درانه زیانونه اړولي دي، کورونه ویجاړ شوي، ځمکې له منځه تللي دي، هیله ده حکومت زموږ غږ واوري او مرسته وکړي."

دوی دغه شان په ځينو سیمو کې د طالبانو د حکومت له لوري د شویو مرستو د شفافیت په اړه هم انتقاد کوي او وايي ډېری وخت له هغه خلکو سره مرستې کېږي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې ولري.

خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت مسوولانو دغه ډول ادعاګانې رد کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو دوه اونیو کې د مسوولانو په وینا د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سختو سېلابونو نږدې ۸۰ کسان مړه کړي او له یوسل شل ډېر يې ټپيان کړي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت مسوولان وايي، د دې ترڅنګ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او دغه شان کورني څاروي د سېلابونو له امله له منځه تللي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد نسیم حقاني د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه هم د میدان وردګ په ګډون په غزني او کندهار کې سختو سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي خو ځاني زیان نه دی رسېدلې.

هغه وویل: "تېره شپه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شدید بارانونه وو چې وروسته ترې سخت سېلابونه راوتلي وو. دغو سېلابونو په میدان وردګ، لوګر او غزني کې د خلکو لسګونه کورونه ویجاړ کړي دي، خو له نیکه مرغه ځاني تلفات نه لرو. دا شان د کابل کندهار لاره د سېلابونو له امله د غزني په قره باغ کې بنده وه چې اوس خلاصه شوې ده."

دی وايي، وزارت هڅه کوي چې ټولو سېلاب ځپلو سیمو ته مرستې ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي چې له سېلاب ځپلو سره دې مرستې وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د هواپېژندنې اداره په شمال ختیځو ۱۹ ولایتونو کې د ورښتونو او د ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکوي.

دغې ادارې په بدخشان، تخار نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ارزګان او زابل ولایتونو کې د احتمالي ورښتونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د ورښتونو اندازه د لسو او څلویښتو ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې په هرات، فراه او نیمروز کې له خاورو او دوړو سره د تندو بادونو وړاندوینه شوې ده.

XS
SM
MD
LG