د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

افغانستان کې طبعي ناورين؛ تېرو درې ورځو کې ۴۰ تنه مړه شوي


لوګر کې وروستي راوتلي سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ
لوګر کې وروستي راوتلي سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ

تېرو درې ورځو کې په لوګر، نورستان او غزني کې د سېلابونو د راوتو له امله لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه شوي او پنځوس نور ژوبل شوي دي.

د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، لوګر چې سېلابونو ډېر ځپلی، په خوشي ولسوالۍ کې یې شپږ بېړني کمپونه جوړ شوي او خلکو ته لومړۍ مرستې رسول شوي دي.

لوګر، میدان وردګ، نورستان، لغمان او ننګرهار تېرو درې ورځو کې سېلابونو خورا ځپلي.

د خلکو کورونه نړیدلي، کرنیزې ځمکې یې ویجاړې شوي او تر ټولو مهم ځاني زیان یې ور اړولی.

د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې وزارت او سیمه‌ییزو چارواکو له‌خوا ازادي راډیو ته د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ یوازې په تېرو دریوو ورځو کې په، لوګر، نورستان او غزني کې د وروستیو سېلابونو د راوتو له امله لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

لوګر کې سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي.
لوګر کې سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي.

لوګر کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي، ۳۰ ژوبل دي او د ۴ نورو مړی و ژوندی ورک دی. په نورستان کې بیا ۱۸ تنه مړه شوي او په غزني کې هم د دوو ځوانانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

په دې ټولو کې بیا د لوګر ولایت خوشي ولسوالۍ سېلابونو ډېره ځپلې ده.

د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې وزارت مرستیال شرف‌الدین مسلم‌ نن ازادي راډیو ته وویل، لا هم د لوګر په خوشي ولسوالۍ کې د خلکو کورونه اوبو کې ډوب دي او نږدې ۲۸۰۰ کورونو ته د اوښتي زیانونو کچه ډېره پورته ده.

نوموړي وويل: "شپږ کمپونه مو ورته جوړ کړل، خېمې مو ورته ودرولې. د اوس لپاره ورته پاخه خوراک ور وړو. همدا ډول کمېټې مو ورته جوړې کړي چې د همدې کمېټو له لارې به سروې کوو او ورته نور شیان هم وېشو. وروسته به د موسساتو په همکارۍ بشپړه سروې کوو، د اوس‌لپاره به ورته لومړنۍ مرستې په همدې ډول روانې وي."

په سیمه کې سېلاب ځپلي هم خپل بد وضعیت ته اندېښمن دي.

د روح الله په نوم يوه سېلاب ځپلي ازادي راډيو سره خبرو کې وويل: "سېلابونو هر څه راته لاندې کړل، یوازې مو د ځان جامې پاتې دي، نور هیڅ نه‌لرو، خوراک نه‌لرو. موږ ټول راوتلي یوو، زنانه مو هلته ناستې دي، دلته را پورته شوي یو، څو خلک مو غږ واوري."

د طالبانو حکومت ويلي دي، لوګر کې لا هم ګڼ کورونه تر اوبو لاندې دي.
د طالبانو حکومت ويلي دي، لوګر کې لا هم ګڼ کورونه تر اوبو لاندې دي.

دغه راز يو بل ځايي اوسېدونکی نور محمد چې سېلاب ځپلی دی وايي: "له الله پاک او بیا له نړیوالو مرسته غواړو. را دې شي، زموږ حال دې وګوري، هر څه دې وګوري، کوټې دې وګوري، کورونه دې وګوري."

دا نږدې د ټولو سېلاب ځپلو هیله او غوښتنه ده چې هر څه ژر د مرستو غوښتنه کوي.

افغانستان سږ کال د طبیعي پېښو له امله تر ټولو له بد ناورین سره مخ دی.

تر څنګ یې د هوا پېژندنې نړیوالو او په کور دننه ځینو ادارو په راتلونکو ورځو کې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتو په اړه خبرداری ورکړی دی.

طالب چارواکو هم له نړیوالې ټولنې له افغان سېلاب ځپلو سره د مرستې کولو غوښتنه کړې.

پرون د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې وزارت ازادي راډیو ته وویل، دا ناورین د دوی له وس پورته دی او غوښتنه یې وکړه چې نړیوال دې په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG