د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

په پاکستان کې وروستیو بارانونو او سېلابونو ۱۳۶ کسان وژلي


په دې وروستیو کې په پاکستان کې د «مونسون» یا پشکال د بارانونو له امله په ډېری سیمو کې سېلابونه راوتي چې د چارواکو په خبره ۲ میاشتو کې یې لسګونه کسان وژلي او سلګونه‌یې ټپیان کړي دي.

په پاکستان کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې ملي ادارې «NDMA» د شنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، دغو «مونسوني» بارانونو د تېرو ۲ میاشتو په اوږدو کې پر خېبر پښتونخوا و قبایلي سیمو سربېره په ټول پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۶ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د دغې ادارې د راپور له مخې، مونسوني بارانونو او سېلابونو په یو شمېر سیمو کې پر ځاني زیان سربېره خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي او ګڼ شمېر کورونه او دولتي ودانۍ یې هم نیمه او په بشپړه توګه ویجاړې کړې دي.

په پاکستان کې وروستي سېلابونه.
په پاکستان کې وروستي سېلابونه.

د «NDMA» د راپور له مخې، د سږنیو موسمي بارانونو او سېلابونو له امله په وژل شویو ۱۳۶ کسانو کې ۱۷ ښځې او ۳۳ ماشومان هم شامل دي او کاږي، دغو بارانونو تر دې دمه پر خېبر پښتونخوا سربېره په ډېری سیمو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۶۲ کسان ټپیان کړي هم دي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي.

دغه راپور مخکې کاږي:

"په تېرو ۲ میاشتو کې د مونسوني بارانونو او سېلابونو له امله په وژل شویو ۱۳۶ کسانو کې د خېبر پښتونخوا صوبې ۲۸، د سند صوبې ۱۵، د بلوچستان ۲۶، د پاکستاني کشمیر ۵، د قبایلي سیمو ۱۸، د ګلګت بلتستان ۸ او د پنجاب صوبې تر ټولو زیات ۳۳ کسان شامل دي."

د راپورونو له مخې، په تېرې اوونۍ کې د پشکال بارانونو تر ټولو زیات زیان د سند صوبې په مرکز کراچۍ کې اړولی دی.

د قدرتي افتونو د ملي ادارې راپور زیاتوي، د پشکال بارانونو پر ځاني زیان سربېره مالي زیان هم اړولی او کاږي چې تر دې دمه‌یې ۴۱۲ ودانیو ته هم نیمه او بشپړ زیان رسولی چې په دې کې ښوونځي او نورې دولتي ودانۍ هم شاملې دي.

په پاکستان کې هر کال د جولای میاشتې په پیل کې د مونسون یا پشکال د بارانونو لړۍ پیلېږي چې نېږدې ۱ میاشت دوام کوي او په نتیجه کې یې د قبایلي سیمو په ګډون د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوځي او ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

په پاکستان کې وروستي سېلابونه.
په پاکستان کې وروستي سېلابونه.

په پاکستان کې په ۲۰۱۰ میلادي کال د مونسوني بارانونو له امله سخت سېلابونه راغلي و چې د دې هېواد نېږدې ۲۰ سلنه ځمکه‌یې لاندې کړې وه، سلګونه کسان‌یې وژلي، تر ۲ میلیون زیات‌یې اغېږمن کړي او زرګونه جریبه تیار فصلونه‌يې له‌منځه وړي و.

د یادونې وړ ده چې له قدرتي افتونو سره د مبارزې ملي ادارې په خپل راپور کې ویلي، سېلاب و باران ځپلو سیمو ته‌یې لومړنۍ بېړنۍ مرستې ورلېږلي او همدا شان‌یې پر خلکو غږ کړی چې د بارانونو پر مهال دې د ځاني زیان د کچې د ټیټوالي لپاره لازم احتیاطي تدابیر خپل کړي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG