د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

پاکستان کې سېلابونه؛ د ناروغيو د خپرېدو او د خوړو د کموالي ويره پيدا شوې


پاکستان کې سېلابونه
پاکستان کې سېلابونه

پاکستاني چارواکو تر سختو سېلابونو وروسته د ناروغیو د خپرېدو او د خوړو د کموالي په اړه اندېښنه ښوولې ده.

تر اورښتونو وروسته سختو سېلابونو د پاکستان یو پر درېیمه برخه وځپله او پرون چهارشنبه هم په زیاتو سیمو کې د سېلابونو لړۍ روانه وه.

په پاکستان کې دغو سېلابونو چې د جون میاشتې له نیمايي ادامه لري، تر ۱۱۰۰ زیات کسان مړه کړي، شا و خوا یو ملیون کورونه یې تخریب يا هم نړولي او د پاکستان په لسګونو ملیونه وګړي یې اغېزمن کړي دي.

ملګرو ملتونو له پاکستان سره چې بې‌وزلۍ ځپلی د اضطراري مرستې لپاره د ۱۶۰ ملیون ډالرو په ارزښت رسمي درخواست یا اپیل خپور کړی دی.

له سېلاب ځپلو سیمو د خلکو د ایستلو لړۍ ورو شوې ده، خو د پاکستان د طبیعي افتونو د تنظیم ادارې ویلي، په پاکستان کې چې ۲۲۰ ملیونه وګړي لري، نږدې نیم ملیونه وګړي بې‌ځایه شوي او په موقتي کمپونو کې شپې سبا کوي.

سېلابونو پاکستان کې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي.
سېلابونو پاکستان کې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي.

د خیبر پښتونخوا ایالت ویاند کامران بنګښ اسوشېټېد پریس اژانس ته وویل، دوی وېره لري چې په سېلاب ځپلو سیمو کې ښايي ځینې ناروغۍ خپرې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د هغو کسانو د درملنې په برخه کې د چارواکو مرسته پیل کړې، چې په وروستیو اورښتونو او سېلابونو کې ټپیان شوي دي.

په پاکستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر پالیتا ماهیپالا (Dr. Palitha Mahipala) وویل: "دا مهال مو مهم لومړیتوب دا دی چې سېلاب ځپلو کسانو ته اساسي روغتیايي خدمات وړاندې شي. د دې تر څنګ د ناروغیو د څارنې، وقایې او کنټرول مېکانېزم قوي شي."

له سېلابونو ژوندي پاتې شوي کسان دا مهال په خېمو کې ژوند کوي چې درملو او د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو ناوړه سېلابونه بللي دي.

هغه پرون په خپله وینا کې وویل، چې د سېلابونو له کبله د وریجو یا شولو کروندې پو پناه شوي، مېوې او سبزیجات هم له منځه تللي دي.

په افغانستان کې هم وروستیو سېلابونو او تر هغه مخکې خونړۍ زلزلې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

وروستیو سېلابونو د افغانستان په ختیځ، مرکزي برخو او جنوب کې ډېر زیانونه اړولي او خلک وايي چې لا هم لازمې مرستې نه‌دي ورسره شوي.

XS
SM
MD
LG