د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

یو شمېر ښځینه سوداګرې: د طالبانو د ملاتړ نه شتون له امله مو فعالیتونه درولي


ارشیف: په بامیان کې د ښځینه سوداګرو د یوه نندارتون څنډه. 27 05 2021
ارشیف: په بامیان کې د ښځینه سوداګرو د یوه نندارتون څنډه. 27 05 2021

یو شمېر ښځینه سوداګرې وايي، په تیر یو کال کې د طالبانو د حکومت د نه ملاتړ او د سوداګرۍ لپاره د ښه فرصتونو د نه شتون له امله اړ شوي چې خپل سوداګریز فعالیتونه ودروي.

مریم جامي احمدي ۱۸ کاله وړاندې هرات کې په ۵۰ زره افغانیو د کرنې په برخه کې سوداګري پیل کړه.

نوموړې وايي، د بانو په نوم د کرنیزو محصولاتو یوه لویه کار خونه درلوده، چې شاوخوا ۴۵ مېرمنې په کې په دنده بوختې وي او کار یې هم ښه پرمخ روان و.

خو احمدي وايي، چې د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره یې خپله کارخونه وتړله او خپله هم له افغانستانه ووته.

هغې وویل: "زه ګورم وضعیت هغه ډول چې موږ دې بېرته په افغانستان کې خپل سوداګریز فعالیت پیل کړو نه دی. طالبان وايي، چې موږ د افغان ښځینه سوداګرو ملاتړ کوو خو دا یوازې په شعار کې ده، که مېرمنې سوداګري کوي باید له نارینو سره قرار دادونه لاسلیک کړي چې دوی دغه کار ته اجازه نه ورکوي."

خو رحیمه حاجي زاده ده، بیا چې په کابل کې د خورشید تابان په نوم د ښځو د لاسي صنایعو کارخونه لري اوس هم کار کوي.

اغلې حاجي زاده وايي، له سختو ستونزو سره مخ ده.

نوموړې وايي: "زموږ اساسي ستونزه د خپلو محصولاتو لپاره د مالي سرچینو او د بازار نشتون دی، زموږ لپاره د صادراتو زمینه نه ده برابره. خام مواد ګران دي. موږ نه شو کولای چې خپل د دوکان کرایه او ان د کارګرو تنخوا ورکړو."

هغه وايي، مخکې یې د زیوراتو په برخه کې لکه د قیمتي ډبرو، سپین زر، چرمي دستکولونو او جامو په برخه کې تولیدات کول خو اوس یوازې جامې جوړوي.

خوا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې د افغان ښځینه سوداګرو د ملاتړ لپاره زیاتې هڅې شوې دي.

مجاهد وویل: "اسلامي امارات د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا په دې برخه کې زیاتې هڅې کړي، موږ په دې برخه کې بېلابېل نندارتونه جوړ کړي. د دې لپاره چې افغان مېرمنې خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي او د نورو برخو لپاره هم هڅې شوې دي."

د مجاهد په خبره، د افغانستان کنګل شوې پېسې او پر بانکونو محدویتونه هغه لاملونه دي چې د افغان مېرمنو په سوداګرۍ یې ناوړه اغېزه کړې.

ارشیف: په کابل کې یوه ښځینه سوداګره د لاسي صنایعو په نندارتون کې. April 28 2022
ارشیف: په کابل کې یوه ښځینه سوداګره د لاسي صنایعو په نندارتون کې. April 28 2022

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر بیا وايي، چې د ښځینه سوداګرو لپاره د سوداګریزو فعالیتونو په موخه زیات جوازونه صادر شوي، خو دا یې ونه ویل، چې اوسمهال څومره افغان ښځینه سوداګرۍ فعالیت لري.

خو یو شمېر سوداګرې مېرمنې وايي، چې په تېر یو کال کې یې د کار زیاته برخه له لاسه ورکړې او زیات شمېر کارکونکي یې چې مېرمنې هم په کې وې وزګارې شوې دي.

یک خانم تجارت پیشه در نمایشگاه صنایع دستی زنان در کابل April 28 2022
یک خانم تجارت پیشه در نمایشگاه صنایع دستی زنان در کابل April 28 2022
XS
SM
MD
LG