د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

بلخ کې سوداګرې: د چینايي توکو زیاتوالی زموږ د تولید بازار له ماتې سره مخ کړی


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

بلخ کې ښځینه سوداګرې وايي چې په داخلي بازار کې د چینايي توکو زیاتوالي او همدا راز د هغوی تولید شوېو توکو ته د نندارتونونو نه جوړېدو دوی له ماتې سره مخ کړي.

۳۴ کلنه حمیرا په عربستان کې له دوو لسیزو مهاجرت وروسته کابو دوه کاله پخوا خپل ټاټوبي بلخ ته راغلې او د مزارشریف په رابعې بلخي مارکیټ یا ښځو ته د سوداګرۍ په ځانګړي بازار کې یې د لاسي صنایعو د تولید یوه کارخونه پرانېستې.

حمیرا په دغه کارخونه کې لاسي صنایع لکه؛ لاسي بکس، د ناوې جامې، افغاني یخن او نارینه وو ته واسکټ جوړوي.

ارشیف
ارشیف

نوموړې وايي چې د کرونا د خپرېدو تر مخه یې کاروبار تود وو، خو اوس توکو ته یې د بازار د نشتون په خاطر د کارخونې فعالیت له ماتې سره مخ دی.

هغې وویل: "زموږ تولید ډېر زیات وو، ان څو تنه زده کوونکي مې هم درلودل چې ماسره به یې د لاسي صنایعو په تولید کې مرسته کوله. اوس بازار نشته او حیرانه په دې یم چې د هټۍ د کرایې پیسې له کومه کړم؟"

اغلې حمیرا وايي چې حکومت باید د هغوی د تولیداتو د پلور د ښه کېدو په خاطر د لاسي صنایعو مختلف نندارتونونه جوړ کړي.

هاخوا د شمال زون د سوداګرۍ او صنایعو خونه په بلخ کې د ښځو لاسي صنایعو ته د پلور د بازار د نشتون په خاطر اندېښنه ښيي.

په شمال زون کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ښځو څانګې مسئوله شکېبا شکیب وايي چې سره له دې د کرونا له امله وضع شوي محدودیتونه لېرې شوي او بلخ – اروپا ترمنځ هوايي دهلېز بیا فعاله شوی، خو د سوداګرو ښځو لاسي صنایعو ته بازار نشته.

هغې وویل چې په رابعه بلخي مارکیټ کې کابو پنځوس هټۍ او کارخونې شته چې پکې یوازې اته یا لس کارخونې فعالې دي او پاتې نور د بازار د نشتون په خاطر بندې دي.

دې زیاته کړه: "موږ اندېښمن یو که پاملرنه ونه شي او وضعیت همداسې دوام وکړي، ډېرې ښځې به زیانمنې شي. وضعیت که داسې وي د لاسي صنایعو تولید په بشپړ ډول بندیږي."

بلخ کې د چادریو یو مارکیټ
بلخ کې د چادریو یو مارکیټ

سره له دې چې په بلخ کې سوداګرې ښځې په کورنیو بازارونو کې د چینايي او ارزان قیمته توکو زیاتوالی د وطني تولیداتو د بازار د ماتېدو اصلي عامل ګني، خو د بلخ د سوداګرۍ ریاست وايي چې په هڅه کې دی د سوداګرو ښځو تولیداتو ته بازار پيدا کړي.

د دغې ادارې مشر شېر احمد سپاهي زاده وايي چې په هڅه کې دی د منځنۍ اسیا او اروپا ته د افغان سوداګرو د توکو انتقال ته یوه لاره پیدا کړي، څو چې د لاسي صنایعو تولید بلخ کې له منځه ولاړ نه شي.

سپاهي زاده وویل: "موږ هوايي دهلېز بیا فعاله کړ او همداسې د حیرتان بندر له لارې په هڅه کې یو چې منځنۍ اسیا ته د افغان ښځینه سوداګرو توکي ولېږدو چې بهر کې ورته بازار پیدا شي او د له منځه تلو یې وژغورو."

د دغو ژمنو سربېره، اوس دې ولیدل شي چې د بلخ د سوداګرۍ او صنعت اداره به کله ازبکستان او اروپا ته د افغان ښځینه سوداګرو د توکو د لېږد په برخه کې عملي اقدام پیلوي، څو د مزارشریف په رابعه بلخي مارکیټ کې د سوداګرو ښځو د لاسي صنایعو پاتې کارخونې هم د بازار د نشتوالي له امله بندې نه شي.

XS
SM
MD
LG