د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

 یو شمېر افغان سوداګرې: د طالبانو له واکمنېدو وروسته مو ټولې سوداګریزې چارې درولي


ارشیف، یو شمېر سوداګرۍ مېرمنې
ارشیف، یو شمېر سوداګرۍ مېرمنې

یو شمېر افغان سوداګرې مېرمنې د خپل کار روزګار له سقوط اندېښنه ښيي.

دوی چې په بېلابېلو تولیدي برخو کې یې پانګونه کړې وايي، اوس‌یې خپل کارخونې تړلې دي.

فرشته موحد په کابل کې د لسګونو سوداګرو مېرمنو یوه ده چې د لوجستیک، انځورګرۍ او د "مهرنسا" په نوم د جام جوړولو په یوه شرکت‌یې پانګونه کړې وه.

نږدې ۱۰ کاله ورسره یو شمېر ښځې په کار بوختې وې او دې هم په عادي ډول خپل کار روزګار ته دوام ورکاوه.

مېرمن موحد ازادي راډیو سره خبرو کې وايي، هره میاشت یې نږدې ۲۰۰ زره افغانۍ عاید درلود او د هغو جامو پلورنځیو څخه چې دې جوړ کړي وو، هم په میاشت کې ۱۵ زره افغانۍ د دې جېب ته ګټه تله.

خو زیاتوي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته‌یې، د امنیتي اندېښنو له امله خپلې ټولې چارې درولې دي.

موحد وایي: "د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له راتګ وروسته مې ټول کارونه درېدلي او خپلو کارکوونکو ته مې ځواب ورکړی. اوس په کور کې یم. نه‌شم کولای کار وکړم، په تمه یم چې وضعیت کوم لوري ته درومي، څو یو ځل بیا خپل کار روزګار پیل کړم."

په بامیانو کې د مېرمنو د لاسي صنایعو یو نندارتون
په بامیانو کې د مېرمنو د لاسي صنایعو یو نندارتون

مېرمن موحد زیاتوي، تر اوسه ورته طالبانو د کار د درېدو او یا هم پیل په اړه څه نه‌دي ویلي، خو په خبره‌یې، که طالبان د کار اجازه ورکړي، حاضره ده چې فعالیت بیا ځلي پیل کړي.

په ورته وخت کې د افغان ښځو لپاره د سوداګرۍ د پراختیا شبکه وايي، د مخکېني جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو له راتګ وروسته، ښځینه سوداګرو او پانګه‌‌والو ډېر زیان لیدلی.

د دې شبکې رئیسې ممتاز یوسف‌زۍ ازادي راډیو ته وویل، د ښځینه سوداګرو ستونزې او اندېښنې زیاتې شوې دي.

یوسف‌زۍ وایي: "نږدې تېرو ۴ میاشتو کې ټولو ښځینه متشبثینو چې کار یې کاوه او یا یې هم کوچني تجارتونه لرل، خپل فعالیت‌یې درولی او ډېر اقتصادي زیان‌یې لیدلی دی. ستونزه دا ده چې تولیدات‌یې په ټپه درېدلي. جنسیتي تبعیض روان دی او ښځو ته د کار او زده‌کړو اجازه نه‌ده ورکړل شوې."

د دې شبکې رئیسې ممتاز یوسف‌زۍ وویل، د ښځینه سوداګرو ستونزې او اندېښنې زیاتې شوې دي.
د دې شبکې رئیسې ممتاز یوسف‌زۍ وویل، د ښځینه سوداګرو ستونزې او اندېښنې زیاتې شوې دي.

مېرمن یوسف‌زۍ زیاتوي، ښځینه پانګه‌‌والو په ۲۴ ولایتونو کې په کرنې، جامو جوړولو او ګنډلو، د شاتو، مربا د تولید او د زعفرانو فارمونه درلودل چې خپل تولیدات به‌یې له هېواده دباندې هم صادرول.

د هغې په خبره، اوس‌ هم یو شمېر ښځې په ولایتونو کې فعالیت کوي، خو دوی د خامو موادو له کمي سره مخ دي او تر خوا یې د دوی تولیدات بازار نه‌لري چې له ستونزو سره‌یې مخ کړې دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې هېڅ ډول خنډ او ستونزه نه‌شته.

مجاهد وایي: "ښځې کولای شي خپل کارونه مخ‌ته یوسي. وړاندې یې لاسي صنایع درلودې، وړې سوداګرۍ یې درلودې، موږ یې هم یو نندارتون کې ګډون وکړ. دوی کولای شي د اسلامي اصولو په رڼا کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي د سوداګرۍ وزارت‌یې همکار دی."

ذبیح‌الله مجاهد وویل، د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې هېڅ ډول خنډ او ستونزه نه‌شته.
ذبیح‌الله مجاهد وویل، د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې هېڅ ډول خنډ او ستونزه نه‌شته.

افغان ښځو تېرو ۲۰ کلونو کې د نارینه‌وو ترڅنګ په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې فعاله ونډه درلوده.

له دوی یو شمېرو یې په اقتصادي یا سوداګریزه برخه کې هم پانګونه وکړه او تر خوا یې د خپلو تولیداتو په مټ نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کړه.

دوی له خپل کار روزګار سربېره، د یو شمېر نورو ښځو د ژوند اقتصادي څرخ ته هم حرکت ورکړ او یو ډېر شمېر ښځې یې په کار وګمارلې. مخکېني جمهوري نظام تل د ښځو په مساویانه ونډې ټینګار کاوه، خو کله کله ښځو نیوکه کوله چې یا ونډه‌یې سمبولیکه او یا هم کمه ده.

اوس د افغان مېرمنو غوښتنه له طالبانو هم همدا ده چې اجازه ورکړي، په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

هغه غوښتنه چې تر ډېره د نړیوالې ټولنې له‌خوا هم د طالبانو حکومت ته د مشروعیت د ورکولو د یوه شرط په توګه مطرح ده.

XS
SM
MD
LG