د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

کندهاري سوداګر: وچکالۍ او اورښتونو د 'مميزو' کيفيت خراب کړی


کندهار کې يو کروندګر انګور د مميزو لپاره چمتو کوي
کندهار کې يو کروندګر انګور د مميزو لپاره چمتو کوي

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، سږ کال وچکالۍ او بې وخته اورښتونو د کشمشو یا ممیزو د حاصلاتو پر کیفیت او قیمت دواړو تاثیر کړی.

د اورښتونو له امله په دغه ولایت کې سږ کال ډېرو باغ لرونکو تر وخت وړاندې د انګورو حاصلات راټول کړل چې، تر لاسه شوي کشمش يې د پخوا په څېر رنګ او خوند نه‌لري.

تېر کال له کندهاره د کشمشو د صادراتو کچه ۹۵ میلیونه ډالره وه، خو سوداګر وايي که سږ کال، بازار ورته پيدا نه‌شي له لوی زیان سره به مخ شي.

نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG