د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

د کندز بڼوال: د تازه میوو حاصلات ښه شوي خو بازار نه لري


په کندز کې مڼو حاصلات
په کندز کې مڼو حاصلات

په کندز کې يو شمېر بڼوال وايي چې سږ کال د تېرو کلونو پرتله د تازه میوو د حاصلاتو کچه لوړه شوې، خو د سړوخونو او مارکیټ نشتوالی د خپلو محصولاتو لپاره لویه ستونزه بولي.

کندز د انګورو او نورو مېوو زیات باغونه لري او د هېواد د مېوو د محصولاتو ډېره برخه تولیدوي.

د دغه ولایت د خان اباد ولسوالۍ اړوند د موسی زیو سيمې يوه بڼوال ګل اغا موسی زي د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۲۵ مه ازادي راډیو ته وویل چې سږ د تېرو کلونو پرتله د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده، خو بازار نه لري.

ګا اغا وایي:"سږ کال موسم ښه و، ګرمې وه. ځکه په ګرمۍ کې د انګورو تاکونه ښه حاصلات ورکوي. که وضعیت ښه وي او لارې خلاصې وي، د کندز انګور د هېواد نور ولایتونو ترڅنګ پاکستان او ان تر هنده پورې ځي، خو نرخونه خراب دي، اوس ۷ کیلو حُسینې انګور په ۲۰۰ او۲۵۰ افغانۍ دي او کله زاغ په ۳۰۰ افغانۍ دي."

کندز د انګورو او نورو مېوو زیات باغونه لري او د هېواد د مېوو د محصولاتو ډېره برخه تولیدوي.
کندز د انګورو او نورو مېوو زیات باغونه لري او د هېواد د مېوو د محصولاتو ډېره برخه تولیدوي.

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ کې بڼوال پنځوس کلن عظیم الله وایي، د مارکیټ او سړخونو نشتوالي له کبله خپل حاصلات په ارزانه بیه بازار ته وړاندې کوي.

عظیم الله زیاتوي: "مېوه نورو ولایتونو ته هم ځي، خو په دې وختونو کې مارکیټ ضعیف دی، زموږ هېله دا ده چې که دا شرایط نور هم ښه شي او د بڼوالو حاصلاتو ته بازار پیدا شي نو له امله یې دهقانان تشویق کیږي."

د کندز ښار اړوند د چله مزار سیمې یو بڼوال محمدالله ابراهیم خیل هم ورته اندېښنه لري او وايي په پنځه جریبه ځمکه کې یې ډول ډول د میوو ونې ايښې دي او سږ کال يې میوې هم ډېرې نيولې دي.

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست چارواکي بیا وايي، دوی کوښښ کوي چې د بڼوالو او کروندګرو د میوو او نورو محصولاتو ته مناسب بازار پېدا کړي.

د نوموړې ادارې رئیس مولوي امان الله وايي:"د کندز میوې، لکه خټکي، هندواڼې او نورې تازه میوې د هېواد زیاتو ولایتونو لکه کابل، خوست، بلخ، بدخشان، تخار او داسې نورو ولایتونو ته هم ځي او له هغو ځایونو څخه سوداګر راځي دلته پانګونه کوي."

کندز په شمال ختېځ زون کې د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي.

د معلوماتو له مخې ددې ولایت ۸۰ سلنه اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د خپل د ژوندانه لومړنۍ اړتیاوې او عواید له همدې درکه پوره کوي.

XS
SM
MD
LG