د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

ایم ایس ایف په افغانستان کې د بشري ستونزو اساسي لاملونه ډاګیزه کړل


د ایم ایس ایف نښان
د ایم ایس ایف نښان

د افغانستان په اړه مطبوعاتو ته کتنه

ایم ایس ایف:

د بې پولې ډاکترانو ټولنې یا ایم ایس ایف پر خپله ويبپاڼه لیکلي چې افغانان د بېوزلۍ، محدودیتونو او د یوه غیرفعال سیستم له امله له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

دې ټولنې پرون دوشنبې په یوه نوي راپور کې دا په افغانستان کې د روانو بشري ستونزو اساسي لاملونه بللي دي.

د بې پولې ډاکترانو د ټولنې په خبره پالیسي جوړونکي، بسپنه ورکوونکي او سیمه ییز چارواکي باید په بېړنۍ توګه د ولسوالیو په کچه د لومړنیو روغتیایي خدمتونو پر پیاوړتیا تمرکز وکړي څو روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ښه کړي.

په دې راپور کې راغلي چې نړیوال لوبغاړي باید هغه مسایل حل کړي چې اقتصادي بحران یې رامنځته کړی او همدارنګه ښځو ته باید اجازه ورکړل شي چې نورې زده کړې او کاري فرصتونه تعقیب کړي چې د خپلو کورنیو لپاره عاید لوړ کړي او دا ډاډ هم ترلاسه کړي چې په هېواد کې د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي ښځینه روغتیایي کارکونکې شته.

د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکترانو د ټولنې استازي فیلیپ ریبییرو له قوله راغلي، په افغانستان کې له عمده ستونزو څخه يوه دا ده چې په لیرې پرتو سیمو کې روغتیایي مرکزونه نه ښه مجهز دي، نه کافي امکانات لري او نه هم کافي پرسونل.

د نوموړي په خبره دا په دې مانا ده چې په کلیوالي سیمو کې خلک اړ دي چې د باکیفیته درملنې لپاره اوږد واټن ووهي، که څه هم اکثره یې د لیرې سفر کولو وس نه لري، خو پرته له دې چې په پور کې ډوب شي دوی بله چاره نه لري.

د ریبییرو په وینا هیله کېده چې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو سره به روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې ډېر خنډونه لیرې شي، خو نویو محدودیتونو او وېرې دا هیلې له منځه وړي.

ریبییرو زیاته کړې، له جګړې وروسته روغتونونو ته سفر کول که اوس لږ خطرناک وي، خو یقیناً هغه اوس ډېر ګران بیه پرېوځي.

میډل ایسټ مونیټور:

میډل ایسټ مونیټور خپرونې هم په افغانستان کې روانو ستونزو ته پام اړولی او لیکي، ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې ۶ میلیون وګړي د قحطۍ له خطر سره مخ دي.

د خپرونې په لیکنه په دې هېواد کې د څلورو لسیزو جګړو، طبعي پېښو او د کرونا خپرې شوې وبا له کبله بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې ده.

په لیکنه کې وړاندې راغلي، د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې اعلان وشو چې افغانستان له وچکالۍ سره مخ دی، یوکال وروسته سېلابونو او یوې پیاوړې زلزلې ډېر کسان ووژل.

وروسته راغلي، پر دې سربېره د دې کال په دوبي کې له دې هېواده نړیوال ځواکونه ووتل چې ورسره بشري وضعیت لا کړکېچن شو.

د میډل ایسټ مونیټور په لیکنه، افغانستان سږکال داسې یو سخت ژمی تجربه کوي چې په ۱۵کلونو کې یې نه و تجربه کړی، داسې سخت ژمی چې د خوراکي او سون موادو نشتوالی ورسره مل دی.

د ملګروملتونو د خوړو پروګرام ویلي چې د افغانستان د وګړو ۹۰ سلنه یې د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري.

د طالبانو د حکومت هغه وروستي اقدام چې ښځې یې په نادولتي موسسو کې له کار کولو راګرځولي، په افغانستان کې اړو کسانو ته د بشري مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG