د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

نيوعرب: افغانستان له ناوړه بشري بحران سره مخ دی


يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، انځور - ارشيف
يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، انځور - ارشيف

نیوعرب:

د نیوعرب په نوم له لندن خپرېدونکې انټرنیټي خپرونې افغانستان ته د هغه هیئت د سفر په اړه لیکنه کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د لوړو پوړي چارواکي مارټین ګرېفیټس په مشرۍ و.

خپرونه د ګرېفیټس له خولې وايي، له طالبانو یې وغوښتل څو ښځو ته اجازه ورکړي چې په هغو پراخو بشري هڅو کې برخه واخلي چې هدف یې په دې کمساري ساړه ژمي کې د سختو اړو افغانانو سره مرسته ده.

خپرونه وړاندې لیکي، افغانستان دا مهال په نړۍ کې یو له ناوړه بشري بحرانونو سره مخ دی، تر نيمايي زیات وګړي یې له لوږې او د خوړو له کمښت کړیږي او نژدې څلور مليونه ماشومان په‌کې په خوارځواکۍ اخته دي.

په وروستیو کې د ملګرو ملتونو پرله‌پسې پلاوي افغانستان ته ولاړل او هلته یې هڅه وکړه چې طالب مشران قانع کړي څو په نادولتي مؤسسو کې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي.

خو تر اوسه پورې د طالبانو په پالیسیو کې کوم نرمښت نه‌دی لیدل شوی.

وروسته له هغې چې طالبانو په نادولتي مؤسسو کې ښځې له کار کولو منعه کړې ګڼو مرستندویه ادارو وویل، د ښځینه همکارانو پرته مرستې نه‌شي رسولی او افغانستان کې یې خپل کارونه وځنډول.

فارین پالیسي:

فارین پالیسي خپرونې د افغانستان سره د مرستې په اړه "د امریکا د نوي امنیت د مرکز" په نوم د یو څېړنیز مرکز د دوو څېړونکو ریچارډ فونټین او لیزا کرټیس لیکنه خپره کړې ده.

ددې لیکنې سرلیک دی "د افغانستان سره د مرستې لپاره د طالبانو اپوزیسون سره ښکېل شئ."

په لیکنه کې ټینګار شوی چې نړۍ په ځانګړې توګه امریکا باید د افغانستان د هغو پخوانیو خورو ورو سیاستوالو او فعالانو سره ښکېل شي چې دا مهال د سیمې او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې سرګردانه دي.

د لیکنې لیکوالان چې وروستیو کې یې ترکیې او تاجکستان ته سفرونه کړي د دې لیکنې په پای کې وايي، که چېرې د امریکا متحده ایالات غواړي د طالبانو د پالیسیو د نه منلو په اړه روښانه ډیپلوماټیک پیغام واستوي، نو په رسمي توګه دې د دوحې له هوکړې چې د ۲۰۲۰ م کال په فیبرورۍ کې یې له طالبانو سره لاسلیک کړې ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن منلې چې طالبانو د القاعده مشر ایمن الظواهري ته په کابل کې په ځای ورکولو د دوحې له تړون سرغړونه کړې ده.

د فارین پالیسي ددې لیکنې ليکوالان وايي، د دوحې له هوکړې رسمي وتل به د دې نښه یې چې د افغانستان په وړاندې د امریکا چلند نور د طالبانو په ژمنو پر باور نه راڅرخي.

XS
SM
MD
LG