د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

انډپنډنټ: د طالبانو له ډار سره سره د افغان ښځو اعتراضونه روان دي


په کابل کې د ښځینه معترضانو د لاریون یو انځور - September 19, 2021
په کابل کې د ښځینه معترضانو د لاریون یو انځور - September 19, 2021

سنډې پوسټ:

له سکاټلنډ خپرېدونکې اوونیزې سنډې پوسټ پرون په دې باب لیکنه خپره کړې چې د هري پاټر مشهورو ناولونو د لړۍ لیکوالې له افغان ښځینه مدافع وکیلانو سره د همکارۍ لپاره، د سلګونو زره پونډو په ارزښت مالي مرسته کړې ده.

د مقالې په وینا، د هري پاټر لیکوالې جووان رولېنګ د دې بسپنې ورکولو هدف د هغو ښځینه مدافع وکیلانو خوندي کول بللي چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته یې ژوند په خطر کې و.

د سنډې پوسټ اوونیزې په لیکنه، مېرمن رولېنګ د دغو افغان مېرمنو او د هغوی د کورنیو د غړو د خوندیتوب درخواستونو ته مثبت ځواب ووایه، دغه مدافع وکیلانې وروسته له هغې له خطر سره مخامخې شوې چې د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې د ناټو په مشرۍ بهرني ځواکونه ناببره له افغانستانه ووتل.

ویل شوي تر ۵۰۰ زیات کسان چې ماشومان او نارینه هم په کې شامل وو، له افغانستانه ایستل شوي دي، دوی د طالبانو له خوا د وژل کېدو له ګواښ سره مخامخ وو.

د بار په نوم د وکیلانو نړیوال اتحاد د بشري حقونو انسټېټیوټ مشر ویلي، دوه کاله مخکې په کابل کې د سترې محکمې دوې ښځینه وکیلانې ووژل شوې چې هغې پېښې پاتې ښځینه وکیلانې ډېرې ووېرولې.

اوونیزه خپرونه زیاتوي، له افغانستانه د دغو څه باندې ۵۰۰ کسانو د ایستلو لپاره شپږنیم لکه پاونډو پانګې ته اړتیا وه، چې دوی ته الوتکه اجاره شي.

دوی باید وروسته د یونان پلازمېنې اتن ته لېږدول کېدلای، ځکه د یونان ولسمشره کاترینا ساکي-لارو-پولو هم پخوا یوه ښځینه قاضي وه وروسته دغو افغانانو د نړۍ په نورو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کولای شوای، چې په ټوله کې ۴ ملیونه پاونډو ته اړتیا وه.

لیکوال زیاتوي، د هري پاټر لیکوالې په دې برخه کې د همکارۍ ټټر وډباوه او هوټلونو کې د دغو افغانانو د مېشتولو او د هغوی د نورو لګښتونو لپاره یې سلګونو زره پاونډه ورکړي دي.

د خپرونې د لیکوال په وینا، له افغانستانه د ۵۰۸ ایستل شویو افغانانو له ډلې ۶۰ یې دا مهال په بریتانیا کې ژوند کوي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو محدودیتونه په زیاتېدو دي.

انډپنډنټ:

د بریتانیا بلې ورځپاڼې انډپنډنټ په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغان ښځو پر اعتراضونو لیکنه خپره کړې چې د طالبانو له ډار سره سره روان دي.

مقاله د بهشتې په نوم د یوې افغان مېرمنې پر هڅو په تبصره پیلېږي چې یو وخت د نور تلوېزیون ویاند وه، خو د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو دوې ورځې وروسته د ښځو له اعتراضونو سره ملګرې شوه.

د ورځپاڼې په لیکنه مېرمن بهشته د ښځو د حقونو په اړه سپینې خبرې کولې، ځکه یې پر نظریاتو وخت ناوخت انتقادونه کېدل.

د انډپنډنټ په مقاله کې ۲۰۱۸م کال ته هم اشاره شوې چې بهشتې د ښځو د بکارت د ټېسټ کولو په اړه د پروګرام پرمخ بیولو پرېکړه وکړه، خو پر دې موضوع انتقادونه وشول، چې په یوه اسلامي هېواد کې دا ډول موضوعاتو باندې ولې بحث کېږي.

د مقالې په دوام پر افغان مېرمنو د فشارونو زیاتېدو ته کتنه شوې او لیکوال وايي، کله چې طالبان واک ته ورسېدل هغه وسله وال چې یو وخت یې خلکو ته ګواښونه کول اوس یې وسلې په لاس کې دي او نور وسله وال یې تر قوماندې لاندې فعالیت لري.

بهشته که څه هم توانېدلې ځان یوه اروپايي هېواد ته ورسوي، خو په لسګونو ښځینه فعالانې لا هم په افغانستان کې دي او له خطرونو سره سره د خپلو حقونو لپاره خپل غږ اوچتوي.

طالبانو د نجونو او ښځو پر تعلیم او تحصیل بندیز لګولی، ښځې یې په نادولتي موسسو کې له کاره منع کړي او نور محدودیتونه یې هم لګولي، چې په نړیواله سطحه یې انتقادونه پارولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG