د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

افغانستان کې د ساړه ژمي په باب د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تبصره


کابل
کابل

واشنګټن پوسټ (Washington Post):

  • د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د هغه ساړه ژمي په باب لیکنه خپره کړې، چې د ملیونونو افغانانو ژوند یې اغېزمن کړی دی.

واشنګټن پوسټ په پیل کې د ۳۲ کلنې فرزانې یادونه کړې، چې کابل کې یې دوې لوڼې د ډوډۍ برابرولو لپاره خیر ټولوي او زامن یې په دې سړو ورځو کې له کثافتدانیو د سون لپاره خس ټولوي.

فرزانه وايي، هيڅکله یې فکر نه کاوه، چې داسې یو ژوند به لري. خاوند یې بې‌کاره دی خو د یوې مور په توګه له دې ځوروېږي، چې خپل ماشومان په دغسې بدو سړو کې دباندې لېږي، ځکه بله چاره نه‌لري.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، په افغانستان کې شا و خوا ۴۰ ملیونه وګړي د طالبانو د دویم ځلي واکمنۍ پر مهال دویم ژمی تېروي، چې ګڼ افغانان وايي، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په پر تله اوس له سخت وضعیت سره مخامخ دي، ځکه سږنی ژمی ډېر سوړ او لوږه زیاته ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، سږکال په ځینو ولایتونو کې هوا تر صفر کښته وي او تر اوسه شا و خوا ۱۷۰ کسان مړه شوي دي.

په لیکنه کې د خوړو نړیوال پروګرام ارقامو ته کتنه شوې وايي، چې روان ژمی په افغانستان کې نږدې ۲۰ ملیونه وګړي د خوړو له سخت کموالي او ۶ ملیونه نور د خوړو د نه خوندیتوب له اضطراري وضعیت سره مخامخ دي.

ورځپاڼه وايي، وروسته له‌هغې چې طالبانو په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو او نجونو پر کار بندیز ولګاوه، ګڼو مؤسسو په افغانستان کې یا د خپلو فعالیتونو یوه برخه یا هم ټول فعالیتونه وځنډول، له دې سره په دې ژمي کې اړو کسانو ته د بشري مرستو رسولو چارې اغېزمنې شوې.

ګلوب اند مېل (Globe and Mail):

  • د کاناډا ګلوب انډ مېل ورځپاڼې د پاکستان د پخواني پوځي مشر، جنرال پروېز مشرف پر مړینه لیکنه خپره کړې، چې پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې د حملو پر مهال د پاکستان واکمن و.

د لیکنې په پیل کې د اسوشېټېډ پریس اژانس په حواله راغلي، چې مشرف د یوې سپینې کودتا په نتیجه کې واک ترلاسه کړ او له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۸م کاله پورې د پاکستان واکمن و.

د هغه واکمني داسې وخت کې وه، چې پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یوولسمې حملې وشوې او چې په هغو کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن دخیل ګڼل شوی و، چې هغه وخت په افغانستان کې طالبانو پناه ورکړې وه.

اسامه بن لادن پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې د حملو پر لسم کال، په ۲۰۱۱م کال د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ایبټ اباد سیمه کې د امریکا په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو.

کله چې د طالبانو واکمني په ۲۰۰۱م کال کې وپرځول شوه، پاکستان په افغانستان کې چې په وچې پورې ایسار دی، د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتو لپاره مهم رول درلود.

د ورځپاڼې په لیکنه مشرف پخوا د کومانډو ځواکونو غړی و، د کودتا په نتیجه کې د پاکستان واکمن شو، چې ورسره دغه هېواد نور هم په کړکېچ کې راګیر شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG