د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۴۷

د طالبانو حکومت: تېرو درې اوونيو کې د سړې هوا له امله ۱۷۶ تنه مړه شوي دي


په ډېری سيمو کې خلک سرپناه نه‌لري او په خېمو کې ژوند کوي، انځور - ارشيف
په ډېری سيمو کې خلک سرپناه نه‌لري او په خېمو کې ژوند کوي، انځور - ارشيف

پېښو سره د طالبانو حکومت د مبارزې وزارت وایي، په تېرو دریو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سړې هوا له امله ۱۷۶ تنه مړه شوي دي.

د کابل دا اوسېدونکی چې نه‌غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي، په دې سوړ ژمي که د سون توکو د نه لرلو له امله شکایت کوي.

د کابل ياد اوسېدونکي ازادي راډيو ته وویل، ان دخوراکي توکو د اخیستلو توان هم نه‌لري.

"همدا اوس لرګي نه‌لرم، سکاره نه‌لرم

نوموړی وايي: "همدا اوس لرګي نه‌لرم، سکاره نه‌لرم، کور کې مې ستونزې ډېرې دي، ټوله کورنۍ مو یو ډول ناروغۍ نیولې، موږ بې روزګاره یو، کارو بار خو بیخي ټول کابل کې نشته، زما د کورنۍ ټول غړي ۱۵ تنو ته رسیږي، د ناروغانو شمېر مو ډېر دی، یو ډول ناروغي او ستوني درد راغلی چې همدا اوس مې ټول اولادونه ناروغان دي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په تېرو درې اوونیو کې د جدي له ۲۰مې تر اوسه په ټول هېواد کې د سختې یخنۍ له امله ۱۷۶ مړه او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه شان د سختې واورې ورېدنې له امله۱۲۰ کورونه نړېدلي او ۸۰ زره څاروي له منځه تللي دي.

افغانستان کې د هوا سړه څپه د تېرو لسيزو په پرتله بې‌سارې بلل شوې ده.
افغانستان کې د هوا سړه څپه د تېرو لسيزو په پرتله بې‌سارې بلل شوې ده.

د دې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي ازادي راډيو ته وویل، سړه هوا، سېلابونه، اورلګېدنې او د ګاز نیونې پېښې د دغو تلفاتو عمده لاملونه دي.

نوموړي وويل: "د ژمي په رارسېدو سره د جدي له ۲۰مې تر اوسه ۱۷۶ شهیدان، ۳۰تنه ټپيان او۱۲۰ کورونه تخریب شوي."

ورته وخت کې د طالبانو دحکومت د کرنې اومالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین له یو شمیر رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په ۲۰ ولایتونو کې د څارویو د تلف کېدو شمېر ۲۶۰ زرو ته رسېدلی دی.

بل‌خوا د سره صلیب نړیوالي کمېټې (ای‌سي‌ار‌سي) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې سوړ ژمي د ملیونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

یادې کمېټې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یو ټويت کې وویل، په دې ساړه ژمي کې ګڼو کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو کورونو د تودولو وړتیا له لاسه ورکړې.

سره صلیب ټینګار وکړ چې د وضیعت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره لا زیاتو بشري مرستو ته اړتیا ده.

د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې تر دې وړاندې د پنجشنبې اوجمعې په ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو د ورېدو خبرداری ورکړی و.

د يادې ادارې په اعلامیه کې راغلي، په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، پروان، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، دایکندي، غور، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه او د سالنګونو په شمول د ورښت مقدار په بېلابېلو سیمو کې د ۵ تر ۳۰ ملي متر او د واورې اندازه د ۱۰ تر ۳۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

د افغانستان خلک سږنی ژمی په داسې حالت کې تجربه کوي چې، ویل کېږي په تېرو پنځلسو کلونو کې دا بې‌ساری ژمی دی اوپه دې سړې هوا کې چې خلک لا ډېر بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، د طالبانو له لورې په غیر دولتي ادارو کې هم د ښځو پر کار کولو بندیز لګېدلی چې تر ډېره بریده یې بېړنۍ مرستې کمې یا هم په بشپړه توګه درولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG