د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۲۰

صندلۍ د خونو تودولو لپاره د افغانانو پخوانی دود؛ ګټې او تاوانونه يې څه دي؟


جوزجان کې يوه کورنۍ چې صندلۍ ته ناست دي، انځور - ارشيف
جوزجان کې يوه کورنۍ چې صندلۍ ته ناست دي، انځور - ارشيف

صندلۍ په ژمي کې د خونو د ګرمېدو تر ټولو ارزانه وسیله ده چې په سړه هوا کې د کورنۍ ټول غړي ورته ناست وي او له ګرمو چایو سره توت او غوزان خوري.

که څه هم د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د خونو د تودولو پرمختللي وسایل په ځانګړي ډول د لرګیو، ګازو، تېلو او برقي بخارۍ او مرکز ګرمیانې شته خو لا هم ډېر شمېر افغانان له صندلیو ګټه اخلي.

صندلۍ له لرګي جوړیږي او مربع ته ورته شکل لري، په منځ کې یې د ډبرو سکاره اېښودل کېږي او یوه لویه کمبله پرې اچول کېږي.

د هرات ولایت اوسېدونکې ناهید نقشبندي د صندلۍ په اړه وايي: "صندلۍ د مربع یا مستطیل په شکل له لرګي جوړیږي، البته د کورنیو د غړو د شمېر په اندازه جوړیږي او وروسته ترې ټول ګټه اخلي، کله چې صندلۍ جوړه شي، یوه لویه شړۍ ته ورته ټوټه پرې اچول کېږي او ښه په سلیقه جوړیږي، د پاسه پرې وچه او تازه مېوه او دغه شان بېلابېل خوراکونه اېښودل کېږي او استفاده ترې کېږي."

په صندلیو کې د ډبرو د سکرو استعمال او په نورو عامو بخاریو کې يې استعمال توپیر لري.

"صندلۍ د مربع یا مستطیل په شکل له لرګي جوړیږي

په صندلۍ کې باید د ډبرو سکاره د یو مسلکي کس له لوري ځای پر ځای او تازه شي تر څو د خطرنو مخه یې ونیول شي.

ناهید نقشبندي په صندلۍ کې د سکرو د تازه کېدو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د صندلۍ د ګرمېدو لپاره له ډبرو سکرو ګټه اخیستل کېږي، د فلزي منقل په منځ کې لږ اچول کېږي او پوکی ورته وهل کېږي، چې ښه تازه شي، کله چې ښه روښانه شي نو ګاز یانې کاربن ډای اکسایډ یې خارجیږي، د ګازو له بهر کېدو وروسته پرې یوه اندازه اېره اچول کېږي، تر څو حرارت یې په ځای پاتې شي، کله چې په خونه کې کېښودل شي د نارنج یا مالټې پوستکی پرې کېښودل کېږی چې خونه هم خوش‌بویه کړي."

هرات کې يوه بې‌وزله کورنۍ چې له صندلۍ ګټه اخلي، انځور - ارشيف
هرات کې يوه بې‌وزله کورنۍ چې له صندلۍ ګټه اخلي، انځور - ارشيف

خو صندلۍ ښايي یوازې د خونو د ګرمېدو ښه وسیله ونه اوسي بلکې د کورونو د غړو ترمنځ د کیسو او خاطرو د تازه کېدو ښه وسیله هم کېدا شي.

د کابل اوسېدونکې ۶۰ کلنه پري ګل چې له ډېرو کلونو راهیسې په سړه هوا کې صندلي ږدي، ښې خاطرې ترې لري.

د صندلۍ په سر به مو توت، چهار مغز او سنځلې واچولې او له هر لوري به ورته راټول شو

هغې ازادي راډيو ته وویل: "په هغه وخت کې نور څه نه وو یوازې صندلۍ وې، د صندلۍ په سر به مو توت، چهار مغز او سنځلې واچولې او له هر لوري به ورته راټول شو او ورته به کېناستو، کیسې به مو کولې، هغه وخت ټلوېزیون نه و راډیو به مو اورېده، موږ به مشرانو کره تللو، هغه وخت داسې فیشن نه و، هغوی به کیسې کولې او موږ به اورېدې ډېره بې‌غمي وه."

خو يو شمېر نور له صندلیو بدې خاطرې هم لري.

د هرات اوسېدونکی محمد سرور له صندلۍ د خپلې خاطرې په اړه وايي: "له صندلۍ چې زه کومه بده خاطره لرم هغه دا ده چې، کله به مې چې د صندلۍ سکاره تازه کول نو په سپرغیو به مې جامې سورۍ کېدې او د ماشومانو مور به راته هر وخت په غوسه وه، خو مجبور به وو نو زه د ژمي په موسم کې له صندلۍ دغه خاطره لرم."

صندلۍ خطرونه هم لري چې باید ورته پام وشي.

روغتیا پالان وايي هغه کسان چې تنفسي او د زړه ناروغۍ لري او کوچني ماشومان وي باید له صندلیو لیرې وساتل شي او یا ترې په ډېر احتیاط ګټه واخیستل شي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر حامد امان زوی ازادي راډیو ته وویل: "هغه کسان چې د زړه او تنفسي ناروغۍ ولري باید له صندلیو ګټه وا نه‌خلي، ځکه صندلۍ زیات اکیسجن مصرفوي، د دې ترڅنګ باید هڅه وشي چې نوي زېږېدلي ماشومان په صندلۍ کې وانه‌چول شي او هغه کسان چې د سږو ناروغي لري باید له صندلۍ ګټه وا نه‌خلي."

که څه هم په افغانستان کې له صندلیو د ګټې اخیستنې د لرغونتوب دقیقه نېټه نه‌ده مالومه خو د فرهنګي چارو پوهه ناهید نقشبندي ادعا کوي، چې لرغونتوب یې دوه سوه کاله پخوا ته ورګرځي.

دا وایي په اوس وخت کې، چې افغانستان اقتصادي ناروین سره مخ دی، د صندلۍ اېښودل د بې‌وزله کورنیو لپاره د خونو د ګرمولو په موخه یو ښه انتخاب کېدلای شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG