د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د ژوند رنګونه: په ژمي کې د لاندي دود


Afghanistan -- An Afghan girl waits for customers at a livestock market in Kabul, October 2, 2014
Afghanistan -- An Afghan girl waits for customers at a livestock market in Kabul, October 2, 2014

لاندی کول یا د غوښې وچول پر افغانستان سربېره د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم دود دی خو د هر ځای لاندي له بل ځای سره توپیر لري. د جوړولو طریقې یې هم متفاوتې دي.

همداراز په بیلا بیلو هیوادونو کې له لاندي بیل بیل خواړه پخیږي یا یې له بیلو بیلو خوړو سره خوري. مثلاً په افغانستان کې (لاندي پلو) مشهور دی او ډیر نور د لاندې ښوروا خوښوي خو په منګولیا کې بیا له لاندي څخه سوپ جوړوي.

همداراز په افغانستان کې ډیر خلک د پسه له غوښې لاندی جوړوي خو په برازیل، د کاناډا په شمال او د ایټالیا په شمال کې بیا د غويي د غوښې لاندی عام دی.

او جالبه دا ده چې نن سبا امازون ویب پاڼه لاندي یا وچه غوښه انلاین پلوري.

د لاندې لپاره پسونه یا نور څاروي څرنګه ساتل کېږي؟ ولې په ځنیو سیمو کې لاندې ښه نه کیږي.

د ژوند رنګونو ددې اونۍ خپرونه کې موله څو تنو، سره چې په خپله یې سږ ژمی لاندي کړي خبرې کړي، او په دې چې د لاندې غوښې څو صحي دي له یو ډاکټر سره غږیدلي یوو.

د ژوند رنګونه: په افغانستان کې د لاندي دود
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:32:30 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG