د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

ټاکل شوې روانه اوونۍ د پکتيکا سلګونه زلزله‌ځپلو ته نوي جوړ شوي کورونه وسپارل شي


يو شمېر هغه زلزله‌ځپلې کورنۍ چې د کورونو د نه‌شتون له امله په خېمو کې ژوند کوي.
يو شمېر هغه زلزله‌ځپلې کورنۍ چې د کورونو د نه‌شتون له امله په خېمو کې ژوند کوي.

تمه ده چې د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو اداره د پکتیکا په برمل ولسوالي کې روانه اوونۍ په سلګونو کورونه زلزله ځپلیو ته وسپاري.

یواین‌ایچ‌سي‌ار د دې کورونو د نژدې تکمیلېدو خبر په داسې وخت کې ورکوي چې د پکتیکا د بلې ولسوالۍ، ګیان زلزله ځپلیو ازادي راډیو ته وویل، که یې غم ژر تر ژره ونه خوړل شي تر زلزلې به د یخنۍ له امله د قربانیانو شمېر زیات شي.

د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو اداره وایي، د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پنځه سوه کورونو د جوړېدو چارې وروستۍ مرحلې ته رسېدلي دي.

"یو این ایچ سي ار د پنځه سوه کورونو د جوړېدو په وروستۍ مرحله کې دی. نور دوه سوه کورونه به د کال تر اخره بشپړ شي

زلزلې د جون په دوه ویشتمه د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو او د خوست په سپېره ولسوالۍ کې په زرګونو کورونه ونړول چې تر زرو ډېر کسان په‌کې ووژل شول او په زرګونو نور ټپیان شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارې(یو این ایج سي ار) د رسنیو مسوول پیتر کسلر ازادي راډیو ته وویل چې، روانه اوونۍ به پنځه سوه کورونه په برمل ولسوالۍ کې تکميل شي او له ژمنې سره سم به نور کورونه هم په لنډ راتلونکي کې زلزله ځپلیو ته ودان شي.

نوموړي وويل: "یو این ایچ سي ار د پنځه سوه کورونو د جوړېدو په وروستۍ مرحله کې دی. نور دوه سوه کورونه به د کال تر اخره بشپړ شي او د دوه زره درویشتم کال په لومړیو کې به موږ نور درې سوه کورونه تکمیل کړو، په دې ډول به په برمل ولسوالۍ کې ټول زر کورونه زلزله ځپلیو ته ودان شي."

زلزلې په پکتيکا او خوست کې زرګونه کورونه ويجاړ کړل.
زلزلې په پکتيکا او خوست کې زرګونه کورونه ويجاړ کړل.

بل لور ته د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ زلزله‌ځپلي د ژمي رارسېدو ته اندېښمن دي.

د دې ولسوالي یو شمېر زلزله ځپلیو ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو خلکو ته ویلي دي چې له رسنیو سره به خبرې نه‌کوي.

"د ګیاني ولسوالۍ خلک ډېر په تکلیف دي، دا غرنۍ سیمه ده، یخ زیات دی.

د دې ولسوالۍ دوو تنو چې د طالبانو له ویرې د خپلو نومونو له اخیستو ډډه کوله ازادي راډیو ته خپل حال بیان کړ.

د ګيان يوه اوسېدونکي وويل: "د ګیاني ولسوالۍ خلک ډېر په تکلیف دي، دا غرنۍ سیمه ده، یخ زیات دی. د یو این ایچ سي ار له چارواکو مو هیله دا ده چې مرسته وکړي، تر زلزلې به زیات زیان خلکو ته دا یخني واړوي. خلکو کندې ایستلې دي، کندې نم لري چې ډېر خلک د هډونو په دردونو اخته شوې دي."

ډېری خلکو د کورونو د نه‌شتون له امله په شاړو کې د سرپناه عادي امکانات برابر کړي دي.
ډېری خلکو د کورونو د نه‌شتون له امله په شاړو کې د سرپناه عادي امکانات برابر کړي دي.

دغه راز د يادې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي ازادي راډيو ته وويل: "ژمی راغی، ماشومان سکاروي وهلي. مېرمنو ته د هډونو دردونه پیدا شوي په روماتېزوم اخته شوي دي."

د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو اداره ژمنه کوي چې راتلونکی میلادي کال به، چې پیلېدو ته یې تر دریو اونیو لږ وخت پاتې دی په ګیان ولسوالي او د خوست په سپېره ولسوالي کې د زلزله ځپلیو لپاره دیارلس سوه کورونه جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG