د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د پکتيکا زلزله ځپلي: د سرپناه نه درلودو له امله به تر زلزلې ډېر تلفات ولرو


په پکتیکا کې د زلزلې له امله د نړېدلو کورونو انځور - 25.06.2022
په پکتیکا کې د زلزلې له امله د نړېدلو کورونو انځور - 25.06.2022

که څه هم ملګري ملتونه وايي چې په پکتیکا کې یې د زلزله ځپلو لپاره د ژمي له راتګ مخکې کورونه جوړ کړي، خو د سیمې اوسېدونکي بیا د سرپناه د نه شتون له امله تر زلزلې د ډېرو تلفاتو د اوښتو خبرداری ورکوي.

د پکتیکا د زلزله ځپلې ګیان ولسوالۍ اوسېدونکې وايي، د هوا له سړېدو سره یې هم د سرپنا غم نه دی خوړل شوی او دوی اوس په خیمو کې ژوند کوي.

دوی وايي، په دې غرنۍ ولسوالۍ کې یې ژوند ورځ تر بلې سختېږي او خلک مجبوره شوي چې له سړې هوا څخه د ځان ساتلو لپاره کندې جوړې کړي او په کې ژوند وکړي.

د پکتیکا د زلزله ځپلو سیمو یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو حکومت یوه کمېټه ټاکلې چې د شته ستونزو په اړه له رسنیو سره د عام خلکو د غږېدو مخه ونیسي، له همدې امله د ګیان ولسوالۍ یو اوسېدونکی نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، خو ازادي راډيو ته وویل، د ژمې له رارسېدو هم له دوی سره شوې ژمنې نه دي پوره شوي او کورونه نه دي ورته جوړ شوي.

"څه وخت چې زلزله وشوه، UNHCR نړۍواله موسسه دلته راغله، د ۱۰۰۰ کورونو سروې یې وکړه او ژمنه یې وکړه چې په پاخه او اساسي ډول به یې ورغوي خو تر اوسه یې ډبره هم په نه ده ايښې. نه پوهېږم ستونزه چېرته ده؟ په برمل او د خوست په سپېره کې کارونه سر ته رسېدلي یا کارونه یې روان دي، خو په ګیان کې هېڅ کار نه دی شوی."

د ګیان دا اوسېدونکی وايي، تېره ورځ هم د دې ولسوالۍ پر غرونو واوره شوې او د سړې هوا او سرپنا د نه درلودلو له امله ډېرې ښځې او ماشومان په ناروغیو اخته شوې دي.

د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی، چې دی هم د طالبانو د محدودېت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، که یې د سرپنا غم و نه خوړل شي، تر زلزلې به د سړې هوا تلفات ډېر وي.

"د ګیان ولسوالۍ خلک ډېر په تکلیف کې دي، دا غرنۍ سیمه ده، دلته یخ زیات دی او واورې هم کېدونکې دي. له لوړو چارواکو اوUNHCR څخه مو غوښتنه دا ده چې که توجه و نه شي، له زلزلې زیات تاوان به خلکو ته یخ واړوي، خلکو کندې جوړې کړې دي او کندې نم لري چې ډېر خلک یې په ناروغیو اخته کړي دي."

د پکتیکا د زلزله ځپلې ګیان ولسوالۍ خلک داسې مهال د سرپنا نه درلودلو له امله شکایت کوي چې تازه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یې د ژمي تر راتګ مخکې د سیمې اوسېدونکو ته مهارتونه ور زده کړي او د اړتیا وړ پیسې یې ورکړي چې د کورونو په رغولو کې ګټه ترې واخلي.

د کډوالو عالي کمېشنري ویلي، چې جوړ شوي کورونه پاخه او د بخاریو، پراخو کړکیو، دروازو او سولرو درلودونکي دي چې ۷۰۰۰ کسان به ژوند په کې وکړي.

په پکتیکا کې د یو این ایچ سي آر له لوري نوي جوړ شوي کورونه
په پکتیکا کې د یو این ایچ سي آر له لوري نوي جوړ شوي کورونه


دې ادارې د پکتیکا په برمل کې د یو شمېر کورونو عکسونه هم خپاره کړي دي چې د جوړېدو چارې یې په وروستۍ مرحله کې دي.

د روان میلادي کال د جون په ۲۲مه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې امله زرګونه کسان مړه شول او شاوخوا ۳۰۰۰ کورونه یې ويجاړ کړل خو د ۶ میاشتو له تېرېدو او د مرسته کوونکو بنسټونو له ژمنو او فعالېتونو سره هم د زلزله ځپلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې تر اوسه په خیمو کې ژوند کوي او کورونه نه دي ورته جوړ شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG