د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

د کډوالو عالي کمېشنري د خوست او پکتيکا زلزله‌ځپلو لپاره ۲۳۰۰ سرپناوې جوړوي


وروستيو زلزلو کې ويجاړ شوي کورونه
وروستيو زلزلو کې ويجاړ شوي کورونه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزله‌ځپلو لپاره څه باندې دوه زره سرپناوې جوړوي.

د افغانستان لپاره د (UNHCR) استازي په پکتیکا کې تېره میاشت د زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدو پر مهال ویلي، چې دوی د دغو سرپناوو د جوړولو لپاره څوارلس میلیونه ډالره بېل کړي دي.

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزله‌ځپلو سیمو اوسیدونکي له مرستندویه ادارو او د طالبانو له حکومته غواړي، چې د هوا له سړېدو مخکې دې دوی ته سرپناه جوړه او د لا ډېرو انساني تلفاتو مخه دې ونیسي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) د دغه پلان له مخې به په پکتیکا او خوست ولایتونو کې دو زره او درې سوه کورونه جوړ کړي.

د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازي ویلي چې له یادو سرپناوو به دوه زره هغه د پکتیکا په ګیاڼي او برمل ولسوالیو او درې سوه نور به هم د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې جوړ شي.

په پکتيکا او خوست کې د وروستيو زلزلو له امله زرګونه کورونه ويجاړ شول، چې خلک يې اوس سرپناه نه‌لري.
په پکتيکا او خوست کې د وروستيو زلزلو له امله زرګونه کورونه ويجاړ شول، چې خلک يې اوس سرپناه نه‌لري.

دغه کورونه چې د ژمي په موسم کې د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره په پام کې نیول شوي، ټول لګښت یې ۱۴ میلیونه امریکایي ډالره کېږي.

د افغانستان لپاره د (UNHCR) استازی لیونارد زولو له زلزله‌ځپلو سیمو څخه د لیدو په مهال ویلي، چې: "UNHCR چې له پخوا یې زلزله ځپلو ته د اړینو مرستو لړۍ پیل کړې او اوس موږ غواړو چې د سرپناه په برخه کې د اړمنو کورنیو غوښتنو ته رسېدنه وکړو."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو پر بنسټ په یادو دریو ولسوالیو کې د سرپناوو د جوړولو لومړنۍ سروې شوې او اوس قراردادي کمپنۍ په سیمه کې رغنیزې چارې پیل کړي دي.

د طالبانو حکومت له طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت مرستیال تېره اوونۍ ازادي راډیو ته وویل چې، د یادو کورونو سروې میاشت وړاندې شوې او چارې یې د جمعې په ورځ پیل شوې.

له زلزله‌ځپلو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې شوي دي، خو دوی غوښتنه کوي چې د ژمي له راتلو مخکې دې ورته سرپناوې جوړې شي.
له زلزله‌ځپلو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې شوي دي، خو دوی غوښتنه کوي چې د ژمي له راتلو مخکې دې ورته سرپناوې جوړې شي.

خو د زلزله ځپلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وایي، چې لاهم د سرپناوو د بنسټ ډبره نه ده اېښودل شوې.

شریف الله ګیاڼوال ازادۍ راډیو ته وویل، په زلزله‌ځپلو سیمو کې هوا په سړېدو ده او دوی ویره لري، چې د هوا په سړېدو سره به لا ډېر انسانان تلف شي.

"یخني را روانه ده او په خېمو کې د وخت تېرول ګران دي"

نوموړی وايي: "لږ وخت وروسته به دلته هوا دومره یخه شي چې ژوند تېرول به سخت شي. موږ له نړیوالو غواړو چې په دې نږدې وخت کې دې کار پیل کړي او دا کورنه جوړ شي."

په ورته وخت کې عاقل ځدران بیا د طالبانو له حکومت د سړک پر جوړولو ټینګار کوي.

نوموړی وايي: "له حکومت مو غوښتنه دا ده چې سړک ته دې توجوه وکړي، ځکه سړک نشته او ډېر شهیدان هم موږ د سړک له امله ورکړي دي."

د پکتیکا په ګیان، برمل او د خوست ولایت په سپېرې ولسواليو کې شاخوا دوه میاشتې وړاندې د یوې زوروې زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او د دې دوه برابره نور ټپیان شول، چې د ځايي خلکو ګڼ د استوګنې کورونه یې هم ونړول.

بله لور ته په لوګر ولایت کې هم د روانې اوونۍ سېلاب ځپلې کورنۍ د طالبانو له حکومت او نړیوالو مرستندویه ادارو غواړي، چې د سرپناوو په جوړولو کې دې له دوی سره مرسته وکړي.

د سيمې يو اوسېدونکي عبیدالله ازادۍ راډیو ته وویل: "زموږ ستونزې د سېلابونو د وتلو له امله زښته ډېرې دي، له همکارو مؤسسو څخه غواړو چې له سېلاب ځپلو سره د خوراکي توکو او سرپناه جوړولو په برخه کې مرسته وکړي."

دغه راز يو بل ځايي اوسېدونکی شریف وايي: "د وروستیو سېلابونو له امله زموږ کورونه ویجاړ شوي دي، له نړیوالو څخه مو غوښتنه دا ده چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او زیانمنو ته سرپناوې جوړې کړي."

د خوست او پکتیکا په ولایتونو کې تېره میاشت د زلزلې له امله د سلګونه کورونو د ویجاړېدو ترڅنګ، په وروستیو دوو اوونیو کې د افغانستان په څه باندې شلو ولایتونو کې د سېلابونو راوتو هم زرګونه کورونه ویجاړ کړي دي.

تازه د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په شمال ختیځو ۱۹ ولایتونو کې د ورښتونو او د ناڅاپي سېلابونو خبرداری هم ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG