د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

پکتيکا کې د زلزلې دوام؛ زلزله ځپلي روغتيايي مرستو ته اړتيا لري


د يما طبي ټولنې ډله چې مياشت وړاندې د پکتيکا زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ورغلې وه.
د يما طبي ټولنې ډله چې مياشت وړاندې د پکتيکا زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ورغلې وه.

په پکتیکا کې یوه ورځ وروسته تر دې بیا د زلزلې ټکانونه احساس شوې دي چې د زلزلې له امله تر دېرشو ډیر کسان ژوبل شول.

زلزله ځپلي روغتیایي مرستو ته ضرورت لري او د تېرو دوو ورځو د ټکانونو له امله هغه کورونه چې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د زلزلو د نژدې دېرش ځله ټکانونو له امله زیانمن شوي وو، نړیدلي دي.

د راپورونو له مخې د پکتیکا په ګیان، ژیړک او برمل ولسوالیو کې لاهم د زلزلې پرله پسې ټکانونه احساسیږي.

وروستي ټکانونه پرون و چې د پکتیکا د اطلاعات او فرهنګ د رییس محمد امین خذیفه په وینا د سر زیان یې چاته نه‌دی اړولی، خو مالي زیان لري.

نوموړي وويل: "هاغه مخکني کورونه چې ټکانونه یې خوړلي دي هغه کورونه څه پسې ړنګ شوي دي، تلفات نه‌لري. خلک پرېشانه دي ډېر تشویش لري چې بیا بیا زلزله کېږي او دا خلک دې ته ضرورت لري چې کورونه جوړ کړي، د سرپناه ځای پیدا کړي، ژمی پرې را روان دی، یخ راروان دی، دغو شیانو ته ډېر سخت ضرورت لري."

پکتيکا او خوست کې د زلزلو دوام خلکو ته پوښتنې پيدا کړې دي.
پکتيکا او خوست کې د زلزلو دوام خلکو ته پوښتنې پيدا کړې دي.

په دې ولسوالیو کې د دوشنبې د مازدیګر د پنځو بجو خواته بیا د شپې یولس بجې زلزلې وشوې چې هاغه ټکانونه د پرونیو ټکانونو پر پرتله سخت و.

د دوشنبې د شپې د زلزلو له امله د یو دېرش کسانو د ژوبلېدو خبرونه خپاره شول.

د امریکا د متحد ایالتونو د جیولوجي سروې له اټکل سره سم دا زلزله د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه یو وه، د غبرګولي په ۳۱مه نېټه د رېښتر په مقیاس ۶،۱ درجې زلزلې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې له زرو زیات کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.

له نژدې یوې میاشتې راهیسې زلزله ځپلي د نورو مرستو ترڅنګ روغتیایي مرستو ته ضرورت لري.

پرون داسې راپورونه هم خپاره شول چې په زلزله ځپلیو سیمو کې د ناپاکو اوبو په خاطر د کولرا ناروغي چې د افغانستان په يو شمېر ولایتونه کې خلک پرې اخته شوي دي، خپره شوې ده خو د پکتیکا طالب چارواکو له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال دا راپورونه رد کړل چې په دې سیمو کې دې کولرا خپره شوې وي.

XS
SM
MD
LG