د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۵۴

کابل ښاريان: د طالبانو حکومت دې د برښنا پارچاوۍ ستونزه حل کړي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په افغانستان کې د هوا له سړېدو سره زیاتې کورنۍ د برښنا له نشتوالي شکایت کوي او ځینې یې وايي، چې سون توکي هم نه‌لري، ځکه بیې یې خورا لوړې شوې دي.

په کابل کې د یوه ښوونځي ښوونکې، کریمې رحیمیار تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل، هره خوا تیاره ده.

نوموړې وويل: "تاسو پوهېږئ چې په دې سړه هوا کې د برښنا پارچاوي څومره سخته تمامېږي، کورونو کې مو سکاره او لرګي نه‌شته، همدا برښنا وه، چې کله- کله مو برقي بخارۍ کارولې. که یو ساعت برښنا هم راتلله د خلکو کورونه تودېدل. یوازې کابل نه‌دی، ټول افغانستان د برښنا له پارچاوۍ سره مخامخ دی. د طالبانو له حکومته غواړو چې د برښنا د نشتوالي ستونزه حل کړي."

"تاسو پوهېږئ چې په دې سړه هوا کې د برښنا پارچاوي څومره سخته تمامېږي

ازبکستان پر افغانستان وارداتي برښنا د جنورۍ میاشتې پر ۱۴مه پرې کړه.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي وو، سخت ساړه، د سون توکو کمښت او په حرارتي دستګاوو کې ځینې ستونزې افغانستان ته د لنډ وخت لپاره د برښنا د پرچاوۍ سبب شوې ده.

دغه وزارت ویلي وو، چې افغانستان ته به د غځېدلې برښنا بهیر بېرته عادي حالت ته راوګرځي خو نه یې وو ویلي چې کله.

د طالبانو حکومت د وارداتي برښنا قراداد تازه تمديد کړی دی.
د طالبانو حکومت د وارداتي برښنا قراداد تازه تمديد کړی دی.

د افغانستان برښنا شرکت وايي، ازبکستان ډاډ ورکړی، چې افغانستان ته به وارداتي برېښنا بېرته وصل شي.

د دغه شرکت ویاند حکمت اله میوندي پرون ناوخته رسنیو ته په یوه لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي: "کومه برښنا چې څه موده ټکنۍ شوې وه، له هغوی څخه د وروستي ایمېل په ترلاسه کولو کې هغوی ډاډ راکړی چې په نږدې راتلونکي کې به هغه تخنیکي ستونزه چې دوی درلوده حل شوې ده. موږ ته به د قرارداد مطابق برښنا راکوي. تمه لرو چې دغه برښنا ژر تر ژره ترلاسه کړو ترڅو وکولای شو خپل ولس ته د برښنا رسولو په برخه کې منظم پلان ولرو."

تمه لرو چې دغه برښنا ژر تر ژره ترلاسه کړو

بل‌خوا د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د سې‌شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي، ازبکستان ډاډ ورکړی، چې د هغه هېواد د برښنا وزارت هر ډول چمتووالی لري څو په راروانو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان ته بېرته ۲۵۰ میګاواټه برښنا وصل کړي.

راپورونه وايي، چې افغانستان خپله څه باندې ۷۰ فیصده اړتیا وړ برښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه برابروي.

کله ناکله په ځینو ولایتونو کې د برښنا جریان چې په بېلابېلو دلایلو پرې شوی وي، تر اوونیو او حتی میاشتو وروسته بیا وصل شوی دی.

XS
SM
MD
LG