د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

امیرخان متقي: ازبکستان پر افغانستان برښنا پرې کړې


ارشیف: په کابل کې د برښنا پرچاوۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
ارشیف: په کابل کې د برښنا پرچاوۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د ازبکستان له خوا د برښنا د پرې کېدو خبر ورکړ.

د کابل اوسېدونکې فرحناز وايي، د برښنا ستونزه باید حل شي او د برښنا نه شتون په کابل کې یوه مسئله ګرځېدلې ده.

هغه په دې سوړ ژمي کې د طالبانو حکومت د برښنا ستونزې په هوارولو کې په پاتې راتلو تورنوي.

د فرحناز په وینا دوی په یو شپه او ورځ کې یوازې یو ساعت برښنا لري.

هغه زیاتوي: "موږ په څلورویشتو ساعتونو کې یوازې یو ساعت برښنا لرو، هغه هم داسې چې لومړی ۱۵ ۲۰ دقیقې ځي او راځي. پرون د طالبانو حکومت د کابل ښار چراغان عکسونه خپاره کړي وو. نو دا خیالي برښنا چېرې ده؟ چې موږ ګټه نه شو اخیستلای، ولې دوی د برښنایي دا ستونزې نه حلوي. ۲۴ ساعته د برښنا اداره په خپل برښنایي سایټ کې اعلامیې خپروي چې برښنا جوړه شوې، دومره مېګاواټ په ۲۴ ساعتونو کې، زه خو نه پوهېږم چې دا خیالي برښنا چرته وصلېږي."

د کابل اوسېدونکي علي وايي، برښنا هغه وخت راځي کله چې دوی ویده وي.

هغه وویل: "د کابل برښنا یوه فاجعه ده. په ۲۴ ساعتونو کې کله یو ساعت برښنا لرو کله یې هم نه لرو او برښنا هغه وخت راشي چې خلک ویده وي او هغه وخت ورته هېڅ اړتیا نه وي."

علي د طالبانو له حکومت غواړي چې ژرترژره دې د برښنا ستونزې هواره کړي.

د کابل اوسېدونکې په داسې حال کې د برښنا په نشتوالي نیوکه کوي چې طالبانو څه موده د مخه د افغانستان، ازبکستان او تاجکستان ترمنځ د دو تړونونو اعلان کړی و.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د برښنا شرکت رییس حکمت الله اخندزاده ازادي راډیو ته په تصویري پیغام کې ویلي چې په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له امله په کابل او نورو ولایتونو برښنا پرې شوې ده.

خو د طالبانو تر حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یکشنبې په ورځ د دوی تر واکمنۍ لاندې د ملي تلوېزون سره په مرکه کې ویلي، ازبکستان پر افغانستان برښنا پرې کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

امیرخان متقي له ازبکستان وغوښتل چې په دي سوړ ژمي کې افغانستان ته د برښنا د ورکړي په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

هغه زیاته کړه: "موږ هیله من یو چې په دې سوړ ژمي کې پر خپلو هغو ژمنو ودرېږي چې زمونږ له برښنا شرکت سره یې کړې وې، د دې ژمنې پر بنسټ ۴۰۰ میګا واټه برښنا د افغانستان ته ورکول کېده، خو له بده مرغه چې اوس هغه قطع ده او هېوادوال له سختو ستونزو سره مخ دي."

په کابل او نورو ولایتو کې د برښنا نشتوالی د دې لامل ګرځېدلي چې خلک خپل د کورونو د تودولو لپاره د ګازو یا هم سکرو څخه کار واخلي چې په لسګونه کسان یې مړه کړي دي.

خلک په داسې حال کې د برښنا له نه شتون شکایت کوي چې دوی د تېرو څو کلونو په پرتله سږ کال له تر ټولو سوړ ژمي سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG