د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

کابل ښاریان: امنیتي بنسټونه د برېښنا ستنو د نړولو د عاملانو نیولو کې ناتوانه دي


ارشیف، د کابل کلکان ولسوالۍ کې د برېښنا یوه نړول شوې ستن
ارشیف، د کابل کلکان ولسوالۍ کې د برېښنا یوه نړول شوې ستن

افغانستان کې د وارداتي برېښنا د ستنو د ویجاړولو په تړاو د کابل ښاریانو تند انتقادونه! دوی امنیتي بنسټونه د دغو پېښو د عاملانو په نیولو کې په ناغېړۍ او ناتوانۍ تورنوي.

وروسته له هغې چې تېره شپه د کابل په قره‌باغ ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا ۱۴مه ستنه ویجاړه شوه، د کابل او ځینو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې ستنو ویجاړولو او د برېښنا مزو پرې کولو سخت اندېښمن او له ګڼو ستونزو سره‌یې مخ کړي دي.

محمد داوود او ذبیح‌الله د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي وايي: "دا څه حال دی، په ژمي کې پرچاوي زیاتېږي، په اوړي کې د ستنو نړول، د برېښنا په نشتوالي کې مو ټول کارونه په ټپه ولاړ دي، ټول فعالیتونه او سیستمونه چې برېښنا ته اړتیا لري، ځنډېږي."

"زه له حکومته ګله لرم چې تر اوسه نه‌دی توانېدلی د برېښنا ستنو امنیت خوندي کړي، موږ شاهد یو چې تر اوسه څو ځلې ستنې نړول شوي، خو حکومت‌یې له عاملینو سره څه کړي؟"

د برېښنا یوه نړول شوې ستنه
د برېښنا یوه نړول شوې ستنه

د افغانستان برښنا شرکت هم د دې بهیر دوام اندېښمن کړی او د دغه شرکت مسؤلین د امنیتي بنسټونو ترڅنګ له خلکو هم غواړي چې د ستنو د امنیت په ساتنه کې همکاري وکړي.

د دغه شرکت ویاند سنګر نیازي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ له دې پلوه اندېښمن یو، موږ خپلې اندېښنې له امنیتي بنسټونو سره شریکې کړې، برېښنا یوه ملي پانګه ده، حکومت پورې اړه نه‌لري، کله چې برېښنا پرې کېږي، د خلکو کورونه تیاره کېږي، موږ له خلکو غواړو چې په دې برخه کې له امنیتي بنسټونو سره همکاري وکړي."

تېره شپه د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د شینوارو په ساحه کې د برېښنا د يوې ستنې په الوځولو سره د کابل او ځینو ولایتونو د وارداتي برېښنا جریان پرې شو.

له دې وړاندې ۱۳ نورې د برېښنا ستنې، د کابل په ۱۷مه ناحیه، د پروان ولایت د کلکان ولسوالۍ اړوند جنګل باغ سیمه کې، ننګرهار، کاپیسا، بغلان او کندز کې د ځای پر ځای شویو ماینونو د چاودنو له امله نړېدلې وې.

که څه هم د افغانستان د کورنیو چار وزارت د برېښنا د ستنو د نړېدا په تور د ځینو کسانو د نیولو خبر ورکړی و، خو وروسته بیا دا خبره رد شوه.

په ورته وخت کې د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د مطبوعاتواو عامه اړيکو رئیس رضوان مراد ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه په دې تړاو هېڅ‌څوک نه‌دي نیول شوي.

ښاغلی مراد زیاتوي: "زموږ د معلوماتو له مخې تر اوسه ملي امنیت او امنیتي بنسټونو په دې تړاو چې مستقیماً په چاودنو کې لاس ولري، څوک نه‌دي نیولي، خو امنیتي او کشفي ادارې هڅه کوي چې د پایو د تخریب عاملینو ته سزا ورکړي."

رضوان مراد
رضوان مراد

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست هم ورته نظر څرګند کړ.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د برېښنا د ځیني ستنو له نړېدو وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل فېس‌بوک پاڼه ليکلي و چې د ستنو د نړېدو د مخنیوي لپاره تدابیر نيول شوي او دغه‌شان یې د برېښنا ستنو د ويجاړوونکو د پېژندلو او نیولو لپاره د هڅو د پيل ويلي و.

د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې ازبکستان افغانستان ته ۴۶۰ مېګا واټه وارداتي برېښنا ورکړې چې ۳۰۰ مېګا واټه یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

په افغانستان کې برېښنا په ۱۰۰ کې ۷۰ له ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران راوارېدېږي، افغانستان یوازې په ۱۰۰ کې ۳۰ سلنه برېښنا له کورنیو سرچینو چمتو کوي.

XS
SM
MD
LG