د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

'د بلخ په صنعتي پارکونو کې خنډونو د کورنیو تولیداتو د ودې مخه ډب کړې'


ارشیف
ارشیف

د بلخ په صنعتي پارکونو کې د خنډونو شتون په دغه ولایت کې د کورنیو تولیداتو د ودې مخه نیولې ده.

په بلخ کې د سوداګرۍ او صنعت ادارې مسئولان وايي چې د برښنا پرچاوي او کموالی، د اوبو د څاګانو نه شتون، د زورواکو لخوا د صنعتي پارکونو د ځمکو غصب او په دغو پارکونو کې د منظم سړک کاږلو نه شتون په یاد ولایت کې د کورنیو تولیداتو پر وړاندې خنډ شمېرل کېږي.

د یادې ادارې مشر شیر احمدسپاهي زاده ازادي راډیو ته ووېل په بلخ کې دوه صنعتي پارکونه شته او په مجموعي ډول په کې څه باندې ۲۵۰ فابریکې فعالې دي.

د سپاهي زاده په خبره چې دغو پارکونو کې دېر ډوله توکي تولید کېږي.

هغه زیاته کړه: " په دغو تولیدي کارخانو کې فرنیچر، کاک، چیني ظرفونه، ودانیز توکي، آکسیجن، څپلۍ او نور ضروري توکي تولید او یا هم پروسس کېږي."

په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې په بلخ کې یو بل صنعتي پارک هم جوړ شي.

د سوداګرۍ او صنعت ادارې مسئولان وايي چې کورنيو تولیداتو ته د اړتیا او همدا راز د زیاتو کارخانو د فعالولو لپاره یو نوی صنعتي پارک په پام کې نیول شوی.

په همدې حال کې د شمال د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي چې په بلخ کې د دوه صنعتي پارکونو شتون کفایت نه کوي او اړتیا ده چې د داخلي تولیداتو سطح لوړه شي او د بازار د اړتیا د پوره کولو په هدف باید نورې تولیدي کارخانې هم رامنځته شي.

د یادې خونې اجرائیه مدیر نصیر احمد قاسمي، ازادي راډیو ته ووېل چې دولت باید د صنعتي پارکونو غصب شوې ځمکې بېرته تر خپل کنترول لاندې راولي.

ده ووېل: "مونږ ډېر فابریکو ته اړتیا لرو او که غصب شوې ځمکې برته آزادې نه شي او یا هم صنعتي پارکونه وده ونه مومي د تولیدي فابریکو ستونزه به پر ځای پاتې شي."

په بلخ کې ځینې متشبثین په صنعتي پارکونو کې د برښنا د ولتاژ له کموالی، په دغه پارکونو کې د امنیت له نه شتون او د پارکونو د ساحې له کموالي شکایت کوي.

په مزارشریف کې د لاسي صنایعو کاروبار کوونکې سیما هاشمي وايي چې دولت باید یادو ستونزو ته ژر تر ژره د حل لاره پیدا کړي څو په کور دننه د تولیداتو کچه لوړه او د عرضې د تقاضا ستونزه په بازار کې حل شي.

هاشمي وویل: "ترڅو دولت زمونږ صنعت ګرو ستونزو ته د حل لاره پیدا نه کړي، او پارکونه وده ونه کړي، د برښنا ستونزه حل نه شي مونږ په ځان نه بسیا کېږو او نه هم زمونږ ستونزې حل کېدلای شي."

د یادولو ده، نه یوازې په بلخ کې بلکې په ګاونډي ولایتونو لکه سمنګان او جوزجان کې هم په صنعتي پارکونو کې فابریکه لرونکي د برښنا د کموالی، د امنیت د نه شتون او صنعتي پارکونو د ځمکو د غصب په اړه شکایت لري.

XS
SM
MD
LG