د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

کابل ښاریان: ژمی ختم شو، خو لا هم د برښنا پرچاوۍ موجوده ده


ارشیف، کابل کې یو شمېر داسې کورونه هم شته چې د برښنا مزي هم نه‌دي ورغځېدلي.
ارشیف، کابل کې یو شمېر داسې کورونه هم شته چې د برښنا مزي هم نه‌دي ورغځېدلي.

کابل هغه ښار دی چې نفوس‌یې زیات، خو ډېری وګړو ته‌یې د برښنا اسانتیا برابره نه‌ده.

دوی د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۴» ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې ژمی ختم شو، خو لا هم د برښنا پرچاوۍ موجوده ده.

د کابل ښار د څرخي پله د ګذر وکیل خواجه محمد بابکرخېل وایي:

"زموږ د کور په مخکې د برښنا سټېشن دی، خو په اوونۍ کې درې شپې برښنا ‌لرو."

دغه‌شان یو شمېر داسې کورونه هم شته چې ان د برښنا مزي هم نه‌دي ورغځېدلي.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی د محمد زمان په نوم خپله ستونزه داسې بیانوي:

"زموږ د سیمې یوې برخه کې برښنا شته، هغه هم په شپه کې یو ساعت یا دوه ساعتونه او دا نورو سیمو کې بیا د برښنا پایې او مزي لګېدلي، خو دا شپږ میاشتې کېږي چې کارونه‌یې په ټپه ولاړ دي او برښنا نه‌شته."​

دا لومړی ځل نه‌دی چې کابل ښاریان د برښنا له پرچاوۍ او کموالي شکایت کوي، له دې وړاندې هم د افغانستان په بغلان ولایت کې د وسله‌والو او زورواکو له لوري د برښنا د پایو د نړولو له امله کابل ته د برښنا په برخه کې ستونزې جوړې شوي.

د افغانستان د برښنا شرکت وایي، په وروستیو شپو ورځو کې هم په ډنډ غوري او د ډنډ شهاب‌الدین ولسوالۍ په چشمه شیر سیمه کې د ناامنیو له امله د برښنا مزي پري شوي، نو ځکه د برښنا پرچاوي لا هم موجوده ده.​ارشیف، د افغانستان د برښنا شرکت مشر امان‌الله غالب، یوې خبري غونډې ته، د ۲۰۱۹ کال د فبروري ۲۷.

ښاغلی غالب وايي:

"د دغو ستونزو لومړی لامل دا دی چې،

  • تقاضا زیاته ده او د ادارو ترمنځ همغږي نه‌شته، هره ورځ ودانۍ او ښارګوټي جوړېږي، خو موږ ته څوک خبر نه‌راکوي چې ورته له وړاندې چمتووالی ونیسو.
  • دوهم دا چې په دومره موده که چې د برښنا د پرچاوۍ ستونزه رامنځته شوې، له ازبکستانه افغانستان ته د برښنا غځېدلی مزی د ډنډ غوري، شهاب‌الدین ولسوالیو په چشمه شیر سیمه کې د ناامنیو له امله پرې شوي چې په دوه درې ورځو کې به دا ستونزه حل شي."

ښاغلي غالب د کابل صنعتي پارکونو ته د ۲۰ مېګا واټه برښنا رسونې د پرانیست غونډې په څنډه کې ازادي راډيو ته دا هم وویل چې د کابل له برښنا د فابریکو لپاره هم استفاده کېږي، خو په‌دغه تازه اقدام سره به تر ډېره هم د خلکو او د فابریکو او صنعت‌کارانو ستونزه هواره شي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG