د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

د صنعتکارانو ټولنه: د برښنا د نه‌شتون له امله ۱۷۰۰ فابريکې له ستونزو سره مخ دي


کابل کې يوه فابريکه، انځور - ارشيف
کابل کې يوه فابريکه، انځور - ارشيف

نوراغا د کابل د پلچرخي د سړک نو په سیمې کې د پلاستیکي بوټانو او چپلکو د جوړولو یوه فابریکه لري، وايي، د برښنا نشتوالي دده په کار کې منفي اغېز کړی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې، له طالبانو وغوښتل چې، د برښنا شرکت دې ژر تر ژره دبرښنا ستونزه حلې کړي.

ښاغلي نور اغا وويل: "موږ سره د اوبو او برښنا وزارت او د برښنا رياست ژمنې کړې وې، چې بله ورځ به لس ساعته برښنا درکوو؛ همدا نن زموږ د برښنا وار دی خو دوی بیا خپلې ژمنې عملي نه‌کړې او د برښنا کارمندان د کرېکټ او والیبال په لوبو کې بوخت دي او زموږ وضعیت د ګدایي تر حده رسېدلی دی."

"هره ورځ موږ ته پنځه ساعته برېښنا راکول کېږي، چې زموږ هیڅ اړتياوې نه شي پوره کولاى.

حاجي شمس د کابل په صنعتي پارکونو کې د ضیا سټیل د فابريکې مسوول هم ورته شکايت لري.

هغه وويل: "هره ورځ موږ ته پنځه ساعته برېښنا راکول کېږي، چې زموږ هیڅ اړتياوې نه شي پوره کولاى. موږ له ډېرو ستونزو سره مخ يو، که دا برښنایي ستونزه حلې نه شي، ښايي موږ به خپلې فابريکې وتړو."

په ورته وخت کې د افغانستان په تولیدي فابریکو کې د صنعتکارانو اتحادیه هم دا ټولې ستونزې مني او د فابریکو دې وضیعت ته اندېښمن دي.

له تېرې څه مودې راهيسې افغانستان ته له تاجکستان په وارداتي برښنا کې د ستونزو د رامنځته کېدو له امله، خلک له ستونزو سره مخ دي.
له تېرې څه مودې راهيسې افغانستان ته له تاجکستان په وارداتي برښنا کې د ستونزو د رامنځته کېدو له امله، خلک له ستونزو سره مخ دي.

د دې اتحاديې مشر عبدالجبار صافي ازادي راډيو ته وويل، که دا فابريکې وتړل شي، نو ښایي ٣٠ زره کسان وزګار شي.

نوموړي وويل: "په کابل، پکتیا، خوست او ننګرهار کې ۱۷۰۰ فابریکې د برښنایي ستونزو سره مخ دي. له اسلامي امارت غواړو، دې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي که دا تولیدي سکتورونه وتړل شي ډیر خلک به بېکاره شي، او بازار به له لاسه ورکړو."

خو د برښنا شرکت مسولین وایي، اوسمهال د برښنا تر ټولو ډېره برخه صنعتي فابریکو ته ورکړ شوې ده.

د د دې شرکت ویاند حکمت الله میوندي ازادي راډيو ته وویل: "موږ دا مهال د برښنا رسولو سیسټم په درېیو برخو ویشلی دی، ډېری برښنا صنعتکارانو ته، دویم ګام کې دولتي دفترونو او روغتونونو ته او درېیم ګام کې موږ استوګنيځو سیمو ته برښنا وېشلې، دا په‌دې مانا چې تر ټولو ډیره برښنا صنعتکارانو ته ورکول کیږي."

خو ښاغلي میوندي ونه ویل چې دغو فابریکو ته د ورځې څو ساعته برښنا ورکول کېږي.

د افغانستان د صنعتکارانو د اتحادیې د معلوماتو له‌مخې، اوسمهال په ټول افغانستان کې شاوخوا پنځه زره تولیدي فابریکې شته، چې له دې ډلې ۱۱ سلنه یې په کابل کې فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG