د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

خلک: اروزګان کې د برښنا بيه لوړه شوې


ارزګان ولايت، انځور - ارشيف
ارزګان ولايت، انځور - ارشيف

که څه هم د افغانستان په نورو ولايتونو کې د برښنا قېمت ټيټ دی خو په اروزګان ولايت کې اوس هم د يوه کيلو واټ برښنا بيه د ۲۸ افغانيږ څخه نيولې تر ۳۹ افغانيو پورې رسيږي.

اروزګان مېشتي وايي د برښنا د لوړو قېمتونو له امله برښنايي وسايل نه کاروي او يوازې په دومره اندازه برښنا استفاده کوي چې ضرورت يې وي.

د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، له يوې خوا د دولتي برښنا قېمتونه لوړ دي او له بلې خوا د دغې برښنا فعاليت يوازې د ښار په يو کيلو مترۍ پورې محدود دی.

"دولتي برښنا يوازې د ښار په يو کيلو مترۍ ساحه کې کار کوي يو کيلو واټ يې په ۲۸ افغانۍ دی

خلک وايي دولتي برښنا ته د نه لاس‌رسي له امله اړ دي چې يو کيلو واټ برښنا په ۱۰۰ افغانۍ او دوه سوه کالدارې دخصوصي برښنا شرکتونو څخه وپيري.

ددغه ولايت يو اوسېدونکی محمدنبي چې په ښار کې خياطي کوي په دې اړه ازادي راډيوته ته وويل: "دولتي برښنا يوازې د ښار په يو کيلو متر ساحه کې کار کوي يو کيلو واټ يې په ۲۸ افغانۍ دی خو بیا هم موږ ورته لاس‌رسی نه لرو. دلته يو شخصې شرکت دی پر موږ يو کيلو واټ برښنا په ۲ سوه کالدارۍ پيري اوس موږ د هغه څخه استفاده کوو د مياشتې زيات لګښتونه پر موږ راځي زموږ او د نور ولايتونو ترمنځ ولې توپيريز چلند کيږي حکومت باید ټولو افغانانو ته يو ډول خدامات وړاندي کړي."

حکمت الله ودان بيا وايي، که څه هم په نورو ولايتونو کې د يوه کيلو واټ برښنا قېمت تر ۵ افغانيو پورې رسيږي خو زياتوي چې په ارزګان کې د برښنا لوړو بيو دوی له زياتو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي له ښار څخه بهر په هيڅ يوه سيمه کې نه دولتي او نه هم شخصي د برښنا شرکت فعاليت لري.

ودان وايي د برښنا د لوړو لګښتونو له امله د ورځې نيمه مزدوري پر برښنا ورڅخه لګيږي او دوی يې د اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

"په ارزګان کې د برښنا قېمت بيخي زيات لوړ دی زموږ وس نه په رسيږي

هغه وايي: "په ارزګان کې د برښنا قېمت بيخي زيات لوړ دی زموږ وس نه په رسيږي دغه برق يوازې په ښار کې کار کوي د ښار څخه بهر په هيڅ ځای کې کار نه کوي په سل افغانۍ د هيچا وس نه په رسيږي دولت دې موږ ته يو ارزانه برښنا جوړ کړي ترڅو خلک په هره سيمه کې ورته لاس‌رسی ولري."

د روزګان ولايتي مسولين هم د برښنا لوړ قېمتونه تاييدوي او زياتوي چې په دغه ولايت کې د برښنا شرکت لخوا عامو خلکو ته يو کيلو واټ برښنا په ۲۸ افغانۍ او دولتي ادارو ته يو کيلو واټ برښنا په ۳۹ افغانۍ ورکول کيږي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د اروزګان د ولايت مقام وياند احسان الله حماس وايي، پلان لري چې په دغه ولايت کې د برښنا قېمتونه ټيټ کړي.

هغه وايي د امير المومنين په لارښوونه د افغانستان د برښنا شرکت مشر ارزګان ته په سفر ورغلی و ترڅو په دغه ولايت کې د برښنا شته ستونزې حل کړي.

نوموړي وويل: "په روزګان کې دولتي برښنا د ملکي خلکو لپاره برښنا کيلو واټ په ۲۸ افغانۍ دی دولتي ادارو لپاره په ۳۹ افغانۍ دی د موسیساتو لپاره په ۴۲ افغانۍ کيلو واټ دی موږ پلان لرو چې د برښنا د قېمت ټيټولو لپاره هلې ځلې وکړو د اميرالمومنين په هدايت د مرکز څخه روزګان ولايت ته د برښنا وزير صاحب او مل پلاوی راغلی وه او دلته يې د کجکي پر بند باندې خبرې وکړي چې دغه برق ارزګان ته راولي."

اروزګان چې د هېواد په جنوب کې پروت ولایت دی په تېرو څو لسيزو کې د حکومتونو لخوا ورته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG