د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه: افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي


ارشیف: په هلمند کې د یوه روغتون څنډه
ارشیف: په هلمند کې د یوه روغتون څنډه

په هغه راپور کې چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې یا ایم ایس ایف بېګا خپور کړ ویل شوي چې غیرفعال روغتیايي سیسټم، پراخه بېوزلي او پر ښځو زیاتېدونکي محدودیتونه، په افغانستان کې د روان بشري بحران اصلي عوامل دي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ، د طالبانو له خوا د لګېدلو محدودیتونو او د یوه غیرفعال سیسټم له کبله افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.

په هغه راپور کې چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې یا ایم ایس ایف بېګا خپور کړ ویل شوي چې غیرفعال روغتیايي سیسټم، پراخه بېوزلي او پر ښځو زیاتېدونکي محدودیتونه، په افغانستان کې د روان بشري بحران اصلي عوامل دي.

په راپور کې له پالیسي جوړونکو، مرستندویانو او چارواکو غوښتنه شوې چې د ولسوالیو په کچه د اساسي روغتیايي خدماتو د پراخولو پر هڅو تمرکز وکړي څو روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی یقیني شي.

راپور زیاتوي چې نړیوال لوبغاړي دې هغه مسایل حل کړي چې د افغانستان اقتصادي بحران پراخوي، ښځو ته باید اجازه ورکړل شي چې د زده کړو او کار فرصتونه ترلاسه کړي، څو د خپل ځان او خپلو کورنیو عواید زیات کړي او دا خبره چې د ټول افغانستان په کچه په کافي شمېر ښځینه روغتیاپالانې په کار وګومارل شي باید یقیني شي، څو په دې برخه کې اړتیاوو ته ځواب ووايي.

ارشیف: په غور کې یوه ښځینه ډاکټره د یوې ناروغې د کتنې پرمهال
ارشیف: په غور کې یوه ښځینه ډاکټره د یوې ناروغې د کتنې پرمهال

د بې پولې ډاکټرانو په راپور کې راغلي چې اوسمهال د افغانستان د لیرې پرتو سیمو خلک، که څه هم د سفر پیسې نه لري او پور اخیستو ته اړ وځي، خو په یوه ښه کیفیت لرونکي روغتیايي مرکز کې د علاج لپاره اوږده واټنونه وهي.

په راپور کې راغلي، په سلو کې ۹۵ افغانان وايي چې په تېرو دولسو میاشتو کې یې حتی د خوړو لپاره کافي پیسې نه درلودې ځکه خلک وزګار دي، تنخواګانې یې ځای پرځای ولاړې دي، خو د اړتیاوړ خوړو بیې ورځ په ورځ اوچتېږي، هغه هم په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد د نړیوالو بندیزونو له کبله په دوامدار ډول زیانمن شوی او د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره شتمنۍ کنګل شوې دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د ایم ایس ایف راپور رد کړ.

د دې وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان بیګا له ازادي راډیو سره په خبرو کې پرته له دې چې د راپور موندنو ته مشخصه اشاره وکړي وویل: "دا چې له بده مرغه ځینې ادارات له حقیقت څخه لیرې او له شواهدو پرته بې اساسه څرګندونې کوي او وايي چې په روغتیايي سکتور کې ستونزې شته یاهم روغتیايي سیسټم دلته کمزوری شوی، له حقیقت څخه لیرې بې اساسه دي. په تېر یوه کال کې چې څومره پرمختګونه شوي، هېوادوالو ته ښه معلوم دي چې په روغتیايي خدماتو کې څومره معیاري بدلون راغلی، څومره پرمختګ شوی او روغتیايي مراکز جوړ شوي دي."

د بې پولې ډاکټرانو په راپور کې راغلي چې اوسمهال د افغانستان د لیرې پرتو سیمو خلک، که څه هم د سفر پیسې نه لري او پور اخیستو ته اړ وځي، خو په یوه ښه کیفیت لرونکي روغتیايي مرکز کې د علاج لپاره اوږده واټنونه وهي.
د بې پولې ډاکټرانو په راپور کې راغلي چې اوسمهال د افغانستان د لیرې پرتو سیمو خلک، که څه هم د سفر پیسې نه لري او پور اخیستو ته اړ وځي، خو په یوه ښه کیفیت لرونکي روغتیايي مرکز کې د علاج لپاره اوږده واټنونه وهي.

خو ایم ایس ایف په خپل راپور کې د هرات په حوزوي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو د یوې روغتیاپالې هدیې له قوله وايي، ځینې میندې د خپلو ماشومانو لپاره لازمې شیدې نه شي برابرولای او دوی ویني چې میندې د خپلو نویو زېږېدلو ماشومانو چې یوازې اوه یا اته میاشتې عمر لري په شیرچوشکونو کې د شیدو پرځای چای اچوي.

د ایم ایس ایف راپور وايي چې دا یو ډېر خطرناک کار دی.

راپور زیاتوي چې ډېری افغانان د اقتصادي ستونزو له کبله له ډېرو منفي تګلارو کار اخلي.

ایم ایس ایف د خپلې یوې وروستۍ سروې په اساس وايي چې په سلو کې ۸۸ پوښتل شویو کسانو ورته ویلي چې تېرکال یې د اقتصادي ستونزو له کبله پرېکړه کړې چې ډاکټر ته به مراجعه نه کوي.

د ایم ایس ایف د راپور له مخې دا د یوه مخکې کال پرتله په سلو کې ۱۴،۳ زیاتوالی ښيي.

د ایم ایس ایف په راپور کې همداراز راغلي، په ځینو روغتیايي مرکزونو کې چې دا خیریه موسسه یې ملاتړ کوي د ټولو ډاکټرانو، په تېره د نسایي ډاکټرانو د خالي بستونو ډکول ستونزمن شوي دي.

په راپور کې پوښتنه شوې چې که ښځو ته د تعلیم اجازه ورنه کړل شي نو د ډاکټرانو، قابلو او نرسانو نوی نسل به له کومه شي؟

په راپور کې د ایم ایس ایف د افغانستان د عمومي مشر فلیپ ریبیرو له قوله راغلي چې دی وايي، هغه هیلې چې په افغانستان کې د جګړې له ختمېدو سره به د روغتیايي خدماتو پر وړاندې خنډونه له منځه ولاړ شي د نویو خنډونو او وېرو له کبله نهیلې شوې دي.

ریبیرو وايي، ښايي اوس به افغانان روغتونونو ته د تګ پرمهال له لږو امنیتي خطرونو سره مخامخ کېږي، خو شک نه شته چې دا کار اوس د نیستۍ له کبله د دوی لپاره نور هم ستونزمن شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG