د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

ملګري ملتونه: افغانستان کې نږدې ۹۳سلنه مؤسسو خپل فعاليتونه ځنډولي


د خوړو نړيوال پروګرام چې ښځينه کارکوونکې يې هرات کې په مېرمنو ته کار کوي. ارشيف
د خوړو نړيوال پروګرام چې ښځينه کارکوونکې يې هرات کې په مېرمنو ته کار کوي. ارشيف

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه وايي، د یوې سروې پر بنسټ په افغانستان کې ۹۳سلنه نا دولتي موسسې یا بندې شوي یا یې په جزوي توګه خپل فعالیت بند کړی دی.

يوه مېرمن چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، خو وايي، په کندهار کې اوسېږي.

د هغو ستونزو په اړه غږېږي، چې د طالبانو له‌خوا په نا دولتي موسسو کې د افغان نجونو او ښځو په کار له بندیز وروسته ورسره مخ ده.

"ما یوه مؤسسه کې کار کاوه، د کور ټول عواید مې پوره کول

نوموړې وايي: "ما یوه مؤسسه کې کار کاوه، د کور ټول عواید مې پوره کول، خو د مؤسساتو په کار بندیز سره، له سختو ستونزو سره مخ یم. د ټولې سترگې ماته وې، زما په معاش مو گذاره کېده، خو اوس نه معاش لرم او نه خیرات غوښتلې شم. دا یوازې زه نه یم، ډېرې نورې ښځې هم همداسې دي‌."

زرګونه نورې ورته بېلګې هم شته چې د طالبانو له‌خوا په نا دولتي مؤسسو کې د افغان نجونو او ښځو په کار د بندیز پرېکړې له ورته برخلیک سره مخ کړي.

يو ګرځنده روغتيايي ډله، چې افغانستان کې يې فعاليتونه درېدلي دي.
يو ګرځنده روغتيايي ډله، چې افغانستان کې يې فعاليتونه درېدلي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه وايي، په افغانستان کې له نا دولتي مؤسسو شوې سروې ښېي چې له دوی ۹۳سلنه یې په خپلو ښځینه همکارانو له کار بندیز وروسته، خپلې چارې په ټپه درولي یا یې په جزوي توګه کارونه روان دي.

دې ادارې تېره شپه ناوخته په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د بشري مرستو رسولو په برخه کې د افغان نجونو او ښځو ونډه مهمه ده."

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴مه افغان نجونې او ښځې په نا دولتي مؤسسو کې له کار کولو منع کړې.

د دوی دې پرېکړې، سلګونه هغه ښځې چې دې مؤسسو کې یې کار کاوه، له خورا بد وضعیت سره مخ کړې.

د دوی دا پرېکړې پراخ غبرګونه له ځانه سره درلودل.

مخکې له دې دوی په افغان نجونو او ښځو نور محدودیتونه هم لګولي وو، له شپږمو ټولګیو پورته یې نجونې ښوونځیو ته له تګ منع کړې وې او په دې وروستیو کې یې پوهنتونونو ته له تګ هم راوګرځولې.

که څه هم له طالبانو په کور دننه او بهر ځلونه وغوښتل شول چې خپلې دا پرېکړه بېرته واخلي، خو دوی خپل تصمیم تر اوسه بدل نه‌کړ.

تازه هم د دې ستونزې د حل په اړه طالب چارواکي څه نه وايي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا UNHCR د اسیا څانګه وايي، تعلیم د افغان نجونو لپاره یو امتیاز نه‌، بلکې د هغوی انساني حق دی.

دې ادارې نن سهار په خپله ټویټرپاڼه یوه ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي: "نجونې له ښوونځي سره اړیکه لري او هیڅوک په هره کچه باید د زده‌‌کړو له حق څخه محروم نه‌شي."

له ۵۰۰ زیاتې ورځې وشوې چې طالبانو له شپږ ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او تر خوا یې ۴۴ ورځې وشوې چې په نجونو یې د پوهنتونونو دروازې هم تړلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG