د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

د افغان نجونو پر زده کړو د ملګرو ملتونو ټینګار؛ خلیلزاد: د طالبانو محدودیتونه لنډمهاله نه دي


ارشیف: د طالبانو د محدودیتونو له امله یوه افغانه نجلۍ چې له زده کړو محرومه شوې ده
ارشیف: د طالبانو د محدودیتونو له امله یوه افغانه نجلۍ چې له زده کړو محرومه شوې ده

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اسیا پسفیک څانګې یوځل بیا په افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم او تحصیل د حق په خوندیتوب ټینګار کړی.

یوه نجلۍ فرشته اعظمي له دولسم ټولګي فارغه ده.

هغې ازادي راډیو ته وویل، په افغان نجونو او ښځو د محدودیتونو په برخه کې په تکرار ډول د طالبانو تر بل امر پورې د ځڼد خبره، د دوی د زده کړو او پرمختګونه مخه ډب کړې ده.

د طالبانو دا پرېکړه باید په کور دننه او بهر یوازې د خواشینۍ په څرګندولو سره ونه غندل شي، بلکې دوی د عملي اقداماتو په تمه دي.

هغې زیاته کړه: "سهار له خوبه پاڅېږې او وینې چې مکتوب یې خپور کړی چې هېڅ خصوصي پوهنتون کانکور ته د نجونو د نوملیکنې حق نه لري، ورو ورو، د هیلو هره هینداره راتړي او دا د ښځو د بشپړ حذفولو په معنی ده. تر بل امر پورې په خبرې سره، هره ورځ په شا تګ کوو او دا ډېره سخته او ستړې کوونکې ده."

د یوه دولتي پوهنتون استاده بسمینه حسین خېل وایي، د طالبانو حکومت غواړي چې په تدریجي توګه ښځې په بشپړ ډول له ټولنې څنډې ته کړي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو فکر او کړنو ته په کتو د نجونو پر تحصیل د محدودیتونو لیرې کېدو ته هېڅ ډول خوشبیني نه شته.

هغې وویل: "دوی (طالبان) غواړي چې د افغانستان ټول پرمختګونه، په ځانګړي ډول د ښځو پرمختګونه بېرته د رکود حالت ته بوځي، د دې لپاره چې اوس تر نیوکو لاندې رانه شي نو دا کار په بېلابېلو ډولونو او تدریجي توګه کوي. زه هېڅ خوشبینه نه یم چې نجونو ته دې بیا د تعلیم و تحصیل او ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اسیا پسفیک برخې یوځل بیا ټینګار کړی چې تحصیل یو انساني حق دی او ترې نه انکار نه شي کېدلای.

دې کمېشنرۍ په یوه ټویټ کې لیکلي چې افغان نجونې او ښځې له فرصتونو څخه د استفادې او د خپلو وړتیاوو د ښودلو حق لري څو د خپل هېواد د پرمختګ جوګه شي.

دا په داسی حال کې ده چې د طالبانو حکومت دوه ورځې مخکې د یوه مکتوب په صادرولو سره له خصوصي پوهنتونونو وغوښتل چې د کانکور ازموینې لپاره دې د نجونو نوملیکنه نه کوي.

یوه میاشت مخکې طالبانو په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو پر تحصیل بندیز ولګاوه، خو له طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د لوړ پوړو پلاوو له لیدو کتو وروسته دا تمه وه چې یاد محدودیتونه به موقتي وي.

خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې د دوحې تړون یې په هڅو شوی، ویلي چې اوس دا روښانه شوی چې د دوی د تمې خلاف دا محدودیتونه نور لنډمهاله نه دي.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

خلیلزاد په یوه ټویټ کې د نجونو او ښځو پر تحصیل د طالبانو محدودیتونه له وجدانه لیرې پرېکړه بللې او ویلي یې دي چې دا ښیي هغه طالب مشران چې د دې محدودیتونو مخالف دي، هڅې یې رد شوې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې له دې دا شان غبرګونونو ته په ځواب کې ازادي راډیو ته ویلي وو، د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د دې محدودیتونو په اړه د قناعت وړ ځواب وړاندی کړي.

د نورو هغو محدودیتونو ترڅنګ چې د طالبانو حکومت پر ښځو او نجونو لګولي، د دوی پر زده کړو او په نادولتي موسسو کې یې په کار محدودیتونه له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG