د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د خصوصي پوهنتونونو کانکور ازموینه کې د نجونو پر ګډون نوي محدودیت غبرګونونه پارولي


ارشیف: په غزني کې د کانکور ازموینه کې د ګډونوالو نجونو انځور
ارشیف: په غزني کې د کانکور ازموینه کې د ګډونوالو نجونو انځور

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې یو نیم کال کې د زده کړو او کار په برخو کې پر ښځو ډېر محدودیتونه ولګول چې وروستی محدوديت يې د خصوصي پوهنتونونو په ازموینو کې د نجونو په ګډون بندیز و.

د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموينه کې د طالبانو د حکومت لخوا د نجونو په ګډون نوي محدوديت غبرګونونه پارولي دي.

ميترا د کابل ښار يوه زده کوونکې ده چې په کورکې له يو نيم کال ناستي وروسته يې، څه موده وړاندې د دولسم ټولګي ازموينه ورکړه.

نوموړې وايې، وروسته له ازموينې په دې هيله وه چې په یو خصوصي پوهنتون کې د کانکور ازموينه ورکړي، خو په خبره یې د طالبانو نوې پرېکړې ناهيلې کړه.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "مونږ اجازه نه لرو زده کړو ته لاړ شو، اجازه نه لرو له کوره بهر شو، چې يو ښه راتلونکې ولرو. له بده مرغه په ۱۴۰۲ کال کې يې هم نجونو ته د ازموينې اجازه ورنه کړه، دا د تاسف ځای دی، مونږ ولاړو ازموينه مو ورکړه چې شهادتنامه واخلو او د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړو، خو له بده مرغه يې اجازه رانه کړه، مطلب دا چې زمونږ هيلې يې له خاورو سره يو کړې."

میترا چې یو وخت د فوټبال لوبغاړې وه، وايي غوښتل يې په راتلونکي کې لوړې زده کړې وکړي او د افغان ښځینه فوټبال مشهوره لوبغاړې شي، خو اوس یې چې دا هیلې یې له لاسه ورکړي، میناتوري کوي او غواړي له دې لارې ځان او نورو ښځو لپاره کار وکړي.

طالبانو د شنبې په ورځ په یوه رسمي مکتوب کې له خصوصي پوهنتونونو غوښتي چې نجونو ته د کانکور ازموینې کې د ګډون اجازه ورنه کړي او که څوک دغه فرمان عملي نه کړي له قانوني چلند سره به مخ شي.

د طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون د ښځو د حقونو یوې فعالې سونیکا ارین ازادي راډيو ته وویل، دا پرېکړه به د افغان نجونو او ښځو راتلونکې تیاره کړي.

ارین وویل: "دا ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده، نجونې سره له دې چې ۵۰۰ ورځې کېږي له ښوونځیو څخه منع شوي، له پوهنتونونو څخه هم منع شوې. دا د ټولنې او هېواد لپاره د یوې تیاره راتلونکې نښه ده. هغه زده کوونکې چې له دولسم ټولګي څخه فارغه شوې وې، کانکور ازموینې ته ډېرې په تمه وې. خو دا یوه هیله هم له نجونو څخه واخیستل شوه او دا په دې معنا ده چې د ټولنې نیمایي برخه په بشپړه توګه د ټولنې څخه حذف او په کور کېنول شوه."

د طالبانو نوي فرمان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد غبرګونون هم راپارولی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي: "د طالبانو دا پرېکړه دیکتاتورانه او جاهلانه ده چې د افغانستان د خلکو کړاوونه یې زیات کړي او دا هېواد لا زیات نړیوالې انزوا ته وړي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد

نوموړي زیاته کړې، اکثره افغانان له دې پرېکړې سره مخالف دي، نو دا کوم ولسي مشروعیت نه لري، دا پرېکړه د طالبانو له مهمو مشرانو سره د مشورې پر بنسټ نه ده شوې او له همدې امله دا اسلامي حکومت د یو کلیدي اصل تر پښو لاندې کول دي او دا پرېکړه د نجونو د لوړو زده کړو د ممانعت په مخکېني فرمان پورې اړه لري."

د ازادي رادیو خبریال د طالبانو د دغه نوي مکتوب ته د غبرګونونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت نظر هم وغوښت، خو ځواب یې ونه موند.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو غبرګونونو په ځواب کې ازادی راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار د محدودیت په اړه دغو ټولو اندېښنو او غبرګونونو ته قناعت ورکوونکی ځواب ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو نوی بندیز په داسې حال کې دی، چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد او د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې سیما باهوس له سي این این تلوېزیون سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې له طالبانو سره تر لیدنې وروسته دې پايلې ته رسېدلي چې طالبان به په افغان ښځو او نجونو خپل محدودیتونه کم کړي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې یو نیم کال کې د زده کړو او کار په برخو کې پر ښځو ډېر محدودیتونه ولګول چې وروستی محدوديت يې د خصوصي پوهنتونونو په ازموینو کې د نجونو په ګډون بندیز و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG