د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

کرن ډېکر: پر نجونو او مېرمنو محدوديت افغاني ټولنه له راتلونکي بې‌برخې کوي


کرن ډېکر
کرن ډېکر

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر وايي، په کندهار کې د ناستو نارینه‌و له لوري له ښوونځيو او کاره د افغان مېرمنو منع کول ټوله افغان ټولنه له خوړو او راتلونکي بې‌برخې کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکرد امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر یو شمېر طالب مشرانو د وېزې وروستیو محدودیتونو ته په اشارې سره ویلي، طالبان د بانکي سکتور د ښه کولو لپاره هیڅ هم نه‌کوي خو له ښوونځیو نجونو او په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو د کار د مخنیوي لپاره ډېر څه کوي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په کندهار کې اوسېږي.

اغلې ډېکر نن پر خپل ټویټر لیکلي دي، چې په کندهار کې د ناستو نارینه‌و له لوري له ښوونځيو او کاره د افغان مېرمنو منع کول ټوله افغان ټولنه له خورړو او راتلونکې بې‌برخې کوي.

اغلې ډېکر مخکې هم ورته څرګندونې کړي، که څه هم دې مشخص د چا نوم نه‌دی اخیستی، خو د طالبانو مشر ملا هبت الله په کندهار کې اوسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل.

په دې اړه د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې بندیزونو کې د طالبانو یو شمېر اوسني او پخواني غړي، د نادولتي امنیتي ډلو غړي او نور هغه کسان چې ګومان کېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسوول یا په‌کې دخیل دي، شامل دي.

هڅه مو وکړه چې د اغلې ډېکر د نویو څرګندونو په اړه د طالب ویاندویانو غبرګون هم ولرو خو د دغه راپور تر خپرېدو یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، چې په جینوا کې یې د ملګروملتونو د کډوالۍ او روغتیا سازمانو له مشرانو سره کتلي.

نوموړي ویلي، یاد سازمانونه او نور مرستندویه ارګانونه په افغانستان کې په ژوند ژغورونکو عملیاتو بوخت دي او له کډوالو او د ناورینونو له قربانیانو ملاتړ کوي.

ښاغلي وېسټ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، جینوا کې یې له خپلو نورو شریکانو سره هم د طالبانو په وروستیو بندیزونو او هغو سیاستونو بحث کړی چې له امله یې ملیونه افغانانو ته د مرستو رسول له ګواښ سره مخ کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي همدارنګه ویلي چې په جینوا کې د امریکا متحده ایالاتو سیاسي استازولي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنېټ ورکوونکي سره په اړیکه کې ده.

د هغه په خبره په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو سره، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، باید د ښاغلي بنیت د کار، او راپورونو څخه ملاتړ وشي.

ارشيف
ارشيف

نوموړي له دې مخکې په پاکستان او جرمني کې هم له ګڼو افغانانو او د یادو هېوادونو له چارواکو سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو په مسایلو خبرې کړې وې.

پاکستان، جرمني او سویس ته د توماس وېسټ دا سفر د تېرې جنورۍ میاشتې په ۲۹ پیل شوی او د فبرورۍ په څلورمه پای ته ورسېد.

طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسې پر افغان نجونو او مېرمنو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

له شپږمو ټولګیو پورته ان تر پوهنتونه یې دوی له زده‌کړو او تحصیل منع کړي دي، په یو شمېر دولتي او نږدې په ټولو نا دولتي ادارو کې یې د دوی په کار کولو بندیز لګولی، له پارکونو، حمامونو، ورزشي کلبونو، او له محرم پرته یې له اوږد واټن سفره هم راګرځولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG