د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

کرن ډېکر: د نجونو پر زده‌کړه محدوديت طالبان او هرڅوک کمزوري کوي


هرات ولايت کې د کانکور ازموينې صحنه، انځور - ارشيف
هرات ولايت کې د کانکور ازموينې صحنه، انځور - ارشيف

د طالبانو له لوري د خصوصي پوهنتونونو کانکور ازموينه کې د نجونو پر بنديز د غبرګونونو دوام.

خديجه چې د کابل له یو دولتي ښوونځي دوه کاله مخکې فارغه شوې وايي، که څه هم له اقتصادي ستونزو سره مخ ده، خو بيا يې هم هڅه کړې چې د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره د خصوصي پوهنتونونو د کانکور په ازموينه کې برخه واخلي.

خو نوموړې ازادي راډیو ته وویل د طالبانو ورستې پرېکړې سخته ناهیلې کړې.

اغلې خديجه وايي: "ما د کانکور ازموینې لپاره ډېر چمتوالی نیولی و سره له دې چې ډېرې مالي ستونزې مې درلودې، ناهیلې نه‌شوم، خپلې راتلونکې لپاره ډېره هیله‌منده وم، خو د طالبانو ورستۍ پرېکړه چې په خصوصي پوهنتونونو کې یې د کانکور ازموینه په نجونو بنده کړه زه ډېره ناهیلې کړم."

د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینو کې د نجونو په ګډون د طالبانو د حکومت له‌خوا بندیز د افغانستان په دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د دغو غبرګونونو په دوام، د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې (کرن ډېکر) پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلي، د زده‌کړو په نښه کول طالبان او هر څوک کمزوري کوي او په راتلونکي کې د افغانستان لپاره بې‌وزلي رامنځته کوي.

اغلې ډېکر د ټویټ یوه بله برخه کې لیکي: "دا وضعیت د هغو ژمنو په اړه پوښتنې راپورته کوي چې ښوونځي به ډېر ژر د ښځینه زده‌کونکو لپاره پرانیستل شي."

"موږ د طالبانو له دې پرېکړې سخت خواشیني او ناهیلي یو

په ورته وخت کې په افغانستان کې د جاپان سفارت له طالبانو غوښتي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

د جاپان سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي: "موږ د طالبانو له دې پرېکړې سخت خواشیني او ناهیلي یو چې د کانکور له ازموینو څخه یې ښځینه محصلانې ایستلي دي."

د جاپان بيرغ
د جاپان بيرغ

د جرمني سفارت هم په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د طالبانو د حکومت دغه پرېکړه به د ټولو افغانانو لپاره د لا زياتو کړاونو لامل شي.

خو د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي وايي، چې دا ډول غبرګونونه پر دوی فشار نه‌شي راوستلی.

نوموړي ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې وویل: "موږ د اسلامي شریعت په رڼا کې د ټولو افغانانو حقونو ته ژمن یو او پر نړۍ غږ کوو چې هيڅکله له موږ څخه د هغه څه غوښتنه ونه‌کړي چې د اسلامي شریعت خلاف وي."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادی راډیو ته وویل: "د کانکور موضوع هغه کومه نوې نه‌ده، بلکې د تېر حکم پر بنسټ چې تر امر ثاني پورې هرڅه ځنډېدلي و دا هم تر امر ثاني پورې ده، په هغه موضوع کې چې پرمختګ وشي نو د کانکور موضوع هم حل کېږي."

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

د شنبې په ورځ د طالبانو حکومت په یوه رسمي لیک کې له خصوصي پوهنتونونو وغوښتل چې ښځینه محصلینو ته د کانکور په ازموینه کې اجازه ورنه‌کړي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) هم له طالبانو غوښتي وو چې ژر تر ژره دغه پرېکړه لغوه کړي.

یوناما پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د حاکمانو وروستی امر، د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینو نه د نجونو منع کول په ناسم لوري یو بل ګام دی او د هغو پخوانیو ژمنو خلاف عمل دی چې دوی (طالبانو) د ښځو او نجونو په وړاندې د پوهنتونونو او ښوونځیو د ژر پرانیستې په اړه کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG