د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

ايان مک کري: طالبان دې بشري حقونو ته درناوی وکړي او د افغانانو نظرونه دې واوري


ارشيف
ارشيف

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر ویلي که طالبان د نړیوالې ټولنې له لوري د منل کېدو هیله لري باید بشري حقونو ته درناوی وکړي او د افغانانو نظریات واوري.

ایان مک کري به روانه اوونۍ د شارژدافیر دنده پای ته رسوي او خپله څوکۍ Karen Decker کرن ډکر ته سپاري.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر د خپل کاري ماموریت د پای په درشل کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بند ساتلو په تړاو د طالبانو له دریځ او د راپور شویو بشري سرغړونو په اړه ژوره خواشیني ښودلې.

شارژدافیر ایان مک کري Ian McCary چې له تېر اګسته په دوحه کې د افغانستان ماموریت مخته ووړ همدا راز د یکشنبې ناوخته څو پرلپسې ټويټونو کې زیاته کړې چې که طالبان د نړیوالې ټولنې منل کېدل غواړي نو باید د افغانانو نظریات واوري او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

هغه ویلي دا د امریکا د نړیوالو شریکانو او ورته نظر لرونکو ګډ پيغام دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې په افغانستان باندې واک ترلاسه کړ او له هغه راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي پاتې دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي اوس هم تړلي دي.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي اوس هم تړلي دي.

د راپورونو په اساس د طالبانو حکومت له ځینو کمو برخو پرته اکثر ښځینه کارکوونکې په کور کېنولي دي.

د دوی ځواکونه همدارنګه د سلګونه پخوانیو نظامیانو په وژنه او تري تم کولو تورن شوي هغه مسله چې د طالبانو چارواکو په وار وار رد کړې او ویلي یې دي چې دوی د عفوې فرمان ته ژمن دي او په چا باندې کار نه‌لري.

د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو څو مدافع سازمانونو څو واره د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو په خپلو راپورونو کې جدي اندېښنه ښوولې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر ایان مک کري ویلي چې هېواد یې له افغانانو سره همکارۍ ته ژمن دی او له تېر اګست راهیسې یې ۷۷۵ میلیونه ډالره بشري مرسته ورسره کړې ده.

هغه د امریکا د خزانې وزارت له خوا له افغانستان سره د کاروبار د اسانتیاو په هدف د عمومي جوازونو د صادرېدو یادوونه هم وکړه چې ورسره افغانستان ته د نغدو پيسو د استولو زمینه برابره شوه.

مک کري ویلي ځای ناستې یې کرن ډېکر ده او په راتلو به یې د افغانستان لپاره د امریکا همکارۍ او ژمنې ټکنۍ نه‌شي بلکې د هغه په خبره د امریکا د هدفونو د خونديتوب او د افغانانو د ملاتړ لپاره به مېرمن ډېکر لا نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

ښاغلي مک کري د خپلو ټوېټونو په دوام ویلي چې: "موږ خپل کار ته ادامه ورکوو ترڅو طالبان د خپلو ژمنو په وړاندي ځواب ویونکې پاتې شي ترڅو افغانستان یو ځل بیا د القاعدې او د داعش د خراسان څانګې په ګډون د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه‌شي."

طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې د دوی ځواکونه د داعش د له منځه وړلو په هڅه کې دي او ادعا یې کړې چې داعش یا اسلامي دولت ډلې جنګیالي د دوی په وړاندې تاب نه شي راوړلی.

خو د افغانستان ګاونډيو هېوادونو له هغې ډلې ایران او اخوا په منځنۍ اسیا کې ازبکستان او تاجکستان څو واره د اسلامي دولت ډلې او نورو تُندلارو ډلو لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ د فعالیتونو په باب اندېښنه ښودلې.

د ازبکستان او تاجکستان سرحدي سیمې څو واره د افغانستان له خاوره د راکټي بریدونو هدف هم وګرځېدې.

XS
SM
MD
LG