د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د نجونو پر زده‌کړه د بنديز ۵۰۰ ورځې؛ يو شمېر زده‌کوونکې: زموږ ښوونځي پرانېزئ


يو شمېر افغان زده‌کوونکې چې له خپلې مور سره له ښوونځي کور ته روانې دي، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان زده‌کوونکې چې له خپلې مور سره له ښوونځي کور ته روانې دي، انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو د دروازو د تړلو ۵۰۰ ورځې پوره شوې.

مخکې له دې چې مدینه په دولسم ټولګي ته لاړه شي، د طالبانو حکومت، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړلې.

مدینه وايي، ۵۰۰ ورځې کېږي، چې د ښوونځيو د بېرته پرانيستلو لپاره شېبې شماري.

هغه وایي، که نجونې او ښځې د پوهې په ګاڼه سمبال نه‌شي، نه‌شي کولای په ټولنه کې د علم او پوهې په پرمختګ کې ونډه واخلي.

"که موږ نن په نړۍ کې ډېری پرمختګونه وينو، دا ټول د ساینس او پوهې له برکته دي

مدينې ازادي راډيو ته وويل: "که موږ نن په نړۍ کې ډېری پرمختګونه وينو، دا ټول د ساینس او پوهې له برکته دي. ښه نو د اسلام دین هم د ساینس او پوهې دین دی او د پرمختګ دین دی، دا چې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړې اجازه نه ورکول کېږي، موږ نړۍ ته دا منعکسو، چې اسلام د انزوا او د محرومیت دین دی."

عاليه د غزني ولايت د يوولسم ټولګي يوې بلې زده کوونکې، ازادي راډيو ته وويل: "دا يوولس کاله مو زده‌کړې وکړې هيڅ، موږ د راتلونکو يوولسو کلونو لپاره پلان جوړ کړی، چې پوهنتون ته به ولاړې شو، ليسانس به تر لاسه کړو، ماسټري به ووایو. زموږ پلانونه مو مه ضايع کوئ، د ښوونځيو دروازې پرانيزئ، تر څو زده کړو ته مو ادامه ورکړو."

يو شمېر نجونې زده‌کوونکې، ارشيف
يو شمېر نجونې زده‌کوونکې، ارشيف

دا په داسې حال کې ده چې د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو د دروازو د تړل کېدو ۵۰۰ ورځې پوره شوې.

د طالبانو حکومت د پوهنې د وزارت ویاند عزیز احمد ریان او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

خو تر دې وړاندې یو طالب چارواکو ویلي په تعلیمي نصاب کې ستونزې، مذهبی دليلونه او اقتصادي مشکلات، هغه څه دي چې له امله يې له شپږم څخه پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلي دي.

خو د طالبانو حکومت ځینو چارواکو په خپلو خبرو کې ویلي، چې د اسلام له نظره د نجونو د تعلیم پر وړاندې هیڅ خنډ نه‌شته.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان، یو ځل بیا له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو بندېدو په غبرګون کې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې: "زده‌کړې کولی شي ښځې او نجونې د ډول ډول ظلمونو، بې عدالتیو او بدمرغیو په وړاندې ځواکمنې کړي."

يو شمېر نجونې زده‌کوونکې، ارشيف
يو شمېر نجونې زده‌کوونکې، ارشيف

د بشري حقونو دغه سازمان دا هم لیکلي، چې د طالبانو حکومت له‌خوا د نجونو د زده‌کړو په مخنیوي سره د دوی په دغو وړتياو منفي اغېز لري.

په افغانستان کې دطالبانو بيا واکمنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو د کار او زده‌کړې د حق څخه محرومېدو پر ضد د پراخو کورنيو او نړیوالو غبرګونو سره سره، د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره کوم عملي ګام نه‌دی پورته شوی.

د دغو ستونزو د حل په موخه ان د ملګرو ملتونو دوه پلاويو کابل ته سفرونه کړي او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره یې لیده کاته او خبرې کړې دي، خو تر اوسه د دغو لیدو کتو او بحثونو کومه مثبته پایله نه‌ده لیدل شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG