د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

دهیل: افغان ښځې کړېږي، خو هېرې شوې نه دي


ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال په ډسمبر کې پر ښځینه محصلانو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال په ډسمبر کې پر ښځینه محصلانو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

دهیل:

امریکایۍ دهیل ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې افغان ښځې کړېږي، خو نه دي هېرې شوي، یوه لیکنه خپره کړې ده.

دغه لیکنه د امریکا د استازیو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ریس مایکل مککاول او په واشنګټن کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې رویا رحماني په ګډه لیکلي.

د دې لیکنې په یوه برخه کې راغلي، طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته واک ته رسېدلي، تراوسه یې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو څه باندې دېرش فرمانونه ورکړي دي.

دهیل لیکي، طالبانو امرکړی چې ښځې دې پارکونو، ورزش کلپونو او عمومي حمانونو ته نه ځي، په عام محضرکې دې خپلې څېرې پټې کړې او هم یې ورته ویلي چې له کوره د وتلو لپاره باید یو محرم له ځان سره ولري.

د ورځپاڼې په لیکنه په ځینو مواردو کې هغه کسان چې له دغو مقرراتو یې سرغړونه کړې، په درو وهل شوي اونورې سزاوې ورکړل شوي.

هغو ښځو چې د دغو محدودیتونو په وړاندې یې شدید اعتراض کړی، توقیف شوي او ان شکنجه شوې دي.

دهیل وړاندې لیکي، طالبانو په جلا فرمانونو کې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د نجونو پرمخ تړلي او هم څه باندې پنځوس ورځې کېږي چې ښځې او نجونې یې هم پوهنتون ته له تلو راګرځولې دي.

د ورخپاڼې په لیکنه دغو محدودیتونو افغانستان په نړۍ کې پر هغه یوازیني هېواد بدل کړی چې نجونې او ښځې په کې له متوسطه، ثانوي او لوړو زده کړو بې برخې دي.

د دهیل ورځپاڼې د دې لیکنې په دوام کې راغلي، د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځو دغه محدویتونه یوه سنجول شوې هڅه وه تر څو دا ډاډ ترلاسه شي چې ښځې د نسلونو لپاره د دویمې درجې اتباع پاتې شي.

هغه ښځې چې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکې دي هم په نادولتي موسسو کې له کاره ایستل شوي.

هغوی چې تراوسه د کار کولو اجازه لري، له محرم پرته د خپل کارځای ته نه شي تللی او په عین حال کې یو شمېر نورو هم د خپل امنیت له وېرې خپلې د ندې پریښې دي.

د دهیل په دې لیکنه کې چې ملت ته د ولسمشر جوبایډن د تېرې ورځې له وینا مخکې خپره شوې، هیله ښودل شوې وه چې بایډن به په وینا کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو کړاوونه په ګوته کړي او له ښځو او نجونو سره د طالبانو د غیرانساني چلند په اړه به د هغوی په وړاندې د ځواب ویلو لپاره خپله ژمنه تازه کړي، خو بایډن په دې وینا کې د افغانستان هېڅ نوم وانخیست.

ګارډین:

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې یوشمیرهغو افغان کورنیو ته پام اړولی چې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بریتانیا ته لېږدول شوي دي.

ګارډین لیکي، د بریتانیا حکومت دغو کورنیو ته چې اوس په لندن کې اوسي، ویلي چې خپل هستوګن ځایونه تخلیه کړي او په سلګونو کیلومترې لیرې د دې هېواد یوې لیرې پرتې سیمې ته کډه وکړي.

د ورځپاڼې په لیکنه څلوېښت افغانې کورنۍ چې له ۱۵۰ زیات ماشومان ورسره دي او له شاوخوا یونیم کال راهیسې د لندن په یوه هوټل کې اوسي، د حکومت د پرېکړې له مخې باید له لندن څخه ووځي او په شمال کې پرتې د یورکشیر سیمې ته لاړ شي.

دغو کورنیو ګارډین ته ویلي چې د خپلو ماشومانو د روزنې په اړه ورته هېڅ ډاډ نه دی ورکړل شوی او نه هم ورته نور مسایل روښانه شوي چې دې مسئلې دوی خپلې راتلونکې ته اندېښمن کړي دي.

بریتانیا ته لېږدول شوي دا هغه افغانان دي چې په افغانستان کې یې له برتانوي چارواکو سره کار کړی و.

یو شمېر دغو کورنیو ویلي چې نه غواړي په بریتانیا کې دننه له یوه ځایه بل ځای ته ولېږدول شي ځکه د دوی په وینا اولادونه به یې چې لا له مخکې اغېزمن شوي، بیا په جبري توګه د خپلو زده کړو پرېښودو ته اړشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG