د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

مېل انلاین: 'رولېنګ' له افغانستانه زرګونه قاضیانې او وکیلانې ایستلي


له افغانستانه د تخلیې پروګرام یو انځور - August 23, 2021
له افغانستانه د تخلیې پروګرام یو انځور - August 23, 2021

مېل انلاین:

مېل انلاین خپرونې له افغانستان څخه د خلکو د ایستلو پر مهال د هغو زرګونو ښځینه وکیلانو او قاضیانو په اړه یو مطلب خپور کړی چې د برتانوۍ لیکوالې جې کې رولېنګ په مالي مرسته له دې هېواده ایستل شوي دي.

مطلب کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال په کې اګست کې کله چې امریکا او بريتانیا په بیړه له افغانستانه ووتل، په زرګونو هغه ښځینه وکیلانې، قاضیانې او څارنوالانې يې شاته پرېښودې چې د مرګ له خطر سره مخ وې.

د خپرونې په ټکو هغه مهال د هرې پاتر اثر لیکوالې له دغو زرګونو ښځینو سره مرسته وکړه چې له افغانستانه ووځي.

مطلب کې وړاندې راځي، د مېرمن رولېنګ له دې مرستې د بريتانیا د پارلمان د مشرانو جرګې په يوې ناسته کې یادونه شوې ده.

د بريتانیا د پارلمان د مشرانو جرګې یو غړي دیویټ اتن وویل، مېرمن رولېنګ د بشري حقونو د یوې تجریه لرونکې وکیلې بارونیس هیلینا کینیډي سره یوځای له افغانستان څخه د ښځینه وکیلانو او قاضیانو په راباسلو کې مرسته وکړه.

دیویټ اتن د مرسته کوونکو څخه په مننه زیاته کوې، په دې شخصي مرستو څه باندې ۵۰۰ تنه له افغانستان څخه راویستل شوي چې ۱۰۳ تنه يې وکیلانې وې.

د بشري حقونو مدافع وکیله، هیلینا کینیډي وايي، په ژغورل شویو مېرمنو کې ۶۰ تنه يې اوس په بريتانیا کې مېشتې دي.

د ۲۰۲۱ کال اګست کې د امریکا په ګډون نورو لوېدیځو هېوادونو په زرهاوو هغه افغانان چې له دوی سره په يې په افغانستان کې کار کړی و له افغانستان څخه وویستل.

واشګټن پوسټ:

د واشګټن پوسټ ورځپانې بیا په امریکا کې د عبدالواسع صافي په نوم د یوه افغان سرتېرې په اړه مطلب خپور کړی دی.

مطلب کې وړاندې راځي، پخوانی افغان سرتېری د جمعې په ورځ په تکزاس کې له توقیف ازاد شو او هیله لري چې په امریکا کې د مېشتېددو خوب به يې پوره شي.

د ورځپاڼې په ټکو، ۲۷ کلن صافی څو میاشتې وړاندې د تکزاس ایګل پاس ته نږدې د متحده ایالاتو او مکسیکو پر ګډه پوله د امریکا د فدرالي امنیتي مامورینو له خوا ونیول شو.

مطلب کې راغلي، صافی، امریکا ته د سفر پر مهال د وهلو او ټکولو له کبله سخت ټپي شوی، غاښونه يې د وهلو په وجه خراب شوي او په ښي غوږ يې د اورېدو ځواک ته هم زیان رسېدلی دی.

ورځپاڼې د ښاغلي صافی د وکیل جکسن لي په حواله لیکلي، د صافي د خوشې کولو او د پناه غوښتنې په صورت کې هغه ته د مرستې او منابعو برابرول د هغې ژمنې یوه برخه ده چې امریکا له اوږدې مودې راهیسې له افغان پوځیانو سره کړې ده.

لي زیاتوي، امریکا باید په خپلو ژمنو عمل وکړي.

شاوخوا ۷۶زره افغانان چې د ۲۰۰۱ کال راهیسې له امریکايي پوځیانو سره د ژباړونکو او همکاروانو په توګه يې کار کړی وو، له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته په پوځي الوتکو کې امریکا ته انتقال شول.

مګر د دوی د کډوالۍ وضعیت د امریکا په ګانکرس کې د وړاندیز شوي قانون د نه تصویبېدو په صورت کې ناروښانه پاتې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG